د رسنیو له مدیرانو سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د همغږۍ ناسته جوړه شوه

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۱۲:۹
مرکز رسانه ها

سه‌شنبه، ۲۹ تله ۱۳۹۹      
کابل، افغانستان: د رسنیو له مدیرانو سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د همغږۍ ناسته، د سه‌شنبې په ماسپښین د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رهبرۍ په نوښت، د دغه مرکز په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ پلاوي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رهبرۍ پلاوي، د ملي راډیو تلویزیون رییس، د ملي امنیت شورا ویاند او د رسنیو مدیرانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس، لطیف محمود، د بیان ازادۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او اطلاعاتو د ګردش برخه کې د حکومت ژمنه په ډاګه کړه.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپر ست، مولوي محمد قاسم حلیمي، د اطلاع رسونې برخه کې د رسنیو رول وستایه، وې ویل: دغه وزارت اطلاع رسونې ته ژمن دی او تل هڅه کوي چې د رسنیو پوښتنې د دغه وزارت د چارواکو او علماوو شورا لخوا، بې ځوابه پاتې نه شي.
وروسته د رسنیو مدیرانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د همغږۍ ناستې له جوړولو څخه مننه وکړه او د یاد وزارت او رسنیو ترمنځ د همکاریو او همغږیو د پیاوړتیا په موخه یې هغوی ته ځینې وړاندیزونه وکړل او له دغه وزارت سره د رسنیو د همکارۍ پیاوړتیا په هدف یې، د ورته ناستو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS