د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه قرا

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پوهنې وزارت اسلامي تعلیماتو معینیت سره په ګډه همغږۍ د هېواد قاریانو د ظرفیت لوړونې او مسلکي کولو په موخه د معهد عالي قراءات رامنځته کړی دی. د ښوونځیو او مدرسو څخه د ۱۲ ټولګي هغه ښځینه فارغانې چې په لاندې شرایطو برابرې وي، د درېیمې دورې ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې له ۲۰مې نېټې څخه د لومړۍ سمستر لپاره د محصل په توګه منل کېږي. د منل کېدو شرطونه: ۱: د ټول قرانکریم حافظه وي. ۲: د مدرسې یا د ښوونځي د دولسم (١٢) ټولګي د فراغت سند ولري. ۳: عمر یې له ۳۰ کلونو څخه ډېر نه وي. ۳: د نوم لیکنې په وخت کې باید د اسنادو اصلي او کاپي له ځان سره ولري. ۳: اصلي او کاپي تذکره او ۶قطعې ۳/۴عکسونه باید له ځان سره ولري. د معهد عالي قراءات ځانګړنې: ۱: د ښځینه زده کوونکو لپاره جلا او ځانګړي ټولګي. ۲: په وړیا ډول نېمه لوړې زده کړې. ۳: د پوهنې وزارت لخوا تأیید شوی تعليمي نصاب. ۴- د سبعه عشره قراءات د تمرین لپاره د سونډ سیستم او مجهز وسایل. ۵- په عملي او تطبیقي ډول د کمپیوټر او انګلیسي ژبې زده کړه. ۶- د پوهنې وزارت له معیارونو سره سم د ښوونکو په واسطه تدریس کول. ۷- مناسب او اکاډمیک چاپېریال. ۸- له فراغت وروسته د څوارلسم سند ورکول. پته: د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر څلولارې، د اریانا هوټل تر څنګ، معهد عالي قراءات. د اړېکو شمېرې: ۰۷۴۴۶۸۹۶۹۶ – ۰۷۹۹۸۳۱۸۴٧

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۹:۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

ټاکل شوې ده، چې د قرآن کريم د نړيوالې سيالۍ دوه څلويښتم پړاو، د ټول قرآن کریم حفظ مع التجوید، د تحقیق قراءت مع التجوید (حسن قراءت) او د ترتیل قراءت مع التجوید او حسن الأداء په برخو کې، . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، نن سه شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د زمري ۱۴مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د رسنیو درنو او قدرمنو استازو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج بهیر د بریالیتوب سره پای ته رسېدو او هېواد ته د افغان حاجیانو د وروستي پرواز د راتګ هرکلي په مناسبت یوه ځانګړې . . .

Back to announcements