د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د (۱۴۰۲) تعلیمی کال لپاره د امامانو او خطیبانو د روزنې (ستاژ) لپاره نوی نوم لیکنه پیلیږی د علم او ​​پوهې مینه والو، د دیني مدارسو د لوی دورې فارغان کولی شي په لاندې شرایطو کې ګډون وکړي:

       د تدریب ائمه ستاژ لپاره د منلو شرایط:

۱- د افغانستان تابعیت ولری.

۲- له دیني مدارسو څخه د لوی دورې د فراغت سند درلودل.

۳-  اصلي علمي اسناد او د هغې کاپي له ځانه سره ولرئ.

۴- اصلي پېژندپاڼه (تذکره) او د هغې کاپي د څلور قطعو عکسونو سره (۴/۳).

۵- - په دواړو ژبو (پښتو او دري) سره بلدیت ولري.

۶– سیرت او صورت یې بايد د شريعت مطابق وي.

د تدریب ائمه ستاژ ځانګړتیاوې:

۱- د ستاژ دورې فارغانو ته په جوماتونو کې امامت ته لومړیتوب ورکول کیږي.

۲- د ستاژ دورې فارغانو ته چې د حاجیانو معلمین دی لومړیتوب ورکول کیږي.

3- - د ستاژ دورې زده کړیالانو لپاره د دوی د تګ  راتګ کرایه ورکول کیږي.

4- د تدریب ائمه ستاژ د زده کړیالانو لپاره د وړیا عربي ژبې روزنې د زمینې برابرول.

نوټ: علاقمندان کولی شي د ۱۴۰۱ هجري قمري کال د حوت میاشتې د لسمې نیټې څخه نوم لیکنې لپاره لاندې پتې ته لاړ شئ.

پته: د میدان هوایي څلور لاري ترڅېرمه، د تدریت ائمه انسټیټوټ.

خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې د قرآن کریم شپږ‌ شپېتمه نړیواله سیالۍ د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې ترسره شي او په دې سیالۍ کې د ګډون لپاره دوه تنه کاندیدان په لاندې برخو کې غوښتل شوي دي:

  1. د قرآن . . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

ټاکل شوې ده، نن پنجشنبه، د ۱۴۰۳ هـ ش کال د کب ۱۶مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، د رسنیو درنو استازو ته په درنښت بلنه ورکول . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۰:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغو قاریانو او فاتحینو ته خبر ورکول کیږي، چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۶هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشان د ختم اداء کولو . . .

Back to announcements