د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال د پکتیا ولایت اړوند د خانقاوو له مسؤلینو سره وکتل.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۹:۳۳
جلسه

۷ شعبان المعظم ۱۴۴۴ هـ ق (۹ حوت ۱۴۰۱ هـ ش)

نن سه شنبه له غرمې مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او مذهبي ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور د پکتیا ولایت اړوند د خانقاوو مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په یاده لیدنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال، د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ستر شخصیت خلیفه صاحب عبدالرحیم، د روحاني بابا ولسوالۍ جید عالم خلیفه صاحب سلام ګل او د زرمت ولسوالي یو شمیر متنفذینو هم ګډون درلود.

په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو مرستیال د یاد ولایت د خانقاوو مسؤلینو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د خانقاوو څخه په دوامداره توګه څارنه او د چارو څخه یې ښه مدیریت زمونږ او ستاسو مسؤلیت دي.

ښاغلي منصور د دغه ولایت د خانقاوو مسؤلینو ستونزي او مشکلات واوریدل او دوی ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS