د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د امامانو ستاژ، تدریب الأئمه انسټیټیوټ، د عربي ژبې فارغینو او د سیرت نبوي ﷺ دسیالۍ په مناسبت غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۱:۲۴
تدریب ائمه

۲۵ جمادي الثانیة ۱۴۴۵ هـ ق (۱۷ جدي ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د امامانو د ستاژ، د تدریب الأئمه انسټیټیوټ لومړنیو پړاوونو، د عربي ژبې زده کړې د فراغت شپږمې مرحلې او د سیرت نبوي ﷺ سیالۍ د پای غونډه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور سرمحقیق مولوي نور محمد ثاقب، د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کابل ولایت والي مولوي محمد امان عبید، د کابل جهادي مدرسې شیخ الحدیث مولوي محمد اسماعیل رحماني د وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني، دعرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ مولوي عریز الرحمن منصور، اداري او مالي مرستیال مولوي عارف الله عارف، دمرکزي ریاستونو رئیسانو، شیوخو, علماء کرامو، امامانو، زده کړیالانو او نورو ګڼو مسؤلینو گډون درلود.

غونډه د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د دیني تعلیماتو او تدریب ائمه رئیس مولوي محمد اشرف حقاني غونډه په خپله وینا سره پرانیستله نوموړي د یادې غونډې په تړاو گډونوالو ته هر اړ خیز معلومات ورکړل.

ښاغلي حقاني زیاته کړه: چې د تدریب الأئمه انسټیټیوټ څخه (۴۷) تنه، د امامانو د ستاژ څخه (۸۰) تنه او د عربي ژبې زده کړې څخه (۲۷) تنه فارغ شول.

ورپسې د یاد وزارت دعرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې د عربي ژبې زده کړه په اسلامي ټولنه کې خورا اړینه وبلله او زیاته کړه، چې عربي ژبه هغه ژبه ده، چې قرآن عظیم الشان په همدې ژبه کې رانازل شوی دی او دمسلمان لپاره یې زده ډېر ارزښت لري .

ښاغلي منصور وویل: په دنیا کې چې کوم علوم دي هغه ټول په قرآن کریم کې شتون لري موږ او تاسو باید په هغو باندې عمل وکړو.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب عالمانه وینا وکړه او زیاته یې کړه: نننۍ غونډه د امامانو د ستاژ، د تدریب الأئمه انسټیټیوټ دلومړنیو پړاوونو، د عربي ژبې د زده کړې د فراغت شپږمې مرحلې او د سیرت نبوي ﷺ سیالۍ د پای په تړاو جوړه شوې ده, امامان او محترم محصلین د دغه انسټیټیوټ او کورسونو له لوستلو ورسته د افغانستان مسلمانو خلکو ته په دیني برخه کې خدمت کولو ته چمتو دي.

نوموړي زیاته کړه، په اسلام کې امامت یو لوی مقام او عظمت لري، امام باید جید عالم وي او د امامت په ټولو شرایطو برابر وي، ځکه چې د ټولنې په اصلاح کې امام مهم رول لري او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هڅه کوي چې د امامانو د ستاژ مرکز له لارې د امامانو ظرفیت په هره برخه کې لوړ کړي.

ښاغلي ثاقب وویل: د خطیبانو او امامانو له لوري د جمعې تقریر او خطبه باید د اسلام له ټولو اصولو سره برابره وي ترڅو دټاکل شوي موضوع په تړاو د قران کریم دایاتونو او نبی کریم صلی الله علیه وسلم د احادیثو  په رڼاکې هېوادالو ته خطبه وړاندي کړی 

په همدې ترتیب سره د کابل والي مولوي محمد امان عبید په ټولنه کې د علماوو په رول تفصیلي خبرې وکړې.

ورپسې د کابل جهادي مدرسې شیخ الحدیث مولوي محمد اسماعیل رحماني د نبوي سیرت ﷺ له نظره د علم په اهمت او ارزښت باندې هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

همدارز په غونډه کې  د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د نورو علومو ترڅنګ په ځانګړي ډول د امامت او عربي ژبې زده کړه مهمه او اړینه وبلله  او په دې اړه یې مفصله وینا وکړه.

د غونډې په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او نورو مسؤلینو له لوري د امامانو ستاژ، تدریب الأئمه فارغانو او د نبوي سیرت ﷺ سیالۍ کې لومړی مقام کټونکو ته ستاینلیکونه او نغدي جایزې ورکړل شوي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه

جمعه، ۴/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۴/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۸:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په کچه له غیر رسمي علماء کرامو سره د انسجام او همغږۍ د غونډو په دوام د سرپل ولایت له علماوو سره غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د جوزجان ولایت له غیر رسمي علماء کرامو سره غونډه ترسره شوه

سه شنبه، ۱/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۱/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

‏د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ‏د هدایت پر اساس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا. . .

BACK TO NEWS