د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په سعودي عربستان کې د افغانستان له سفیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
یکشنبه د تلې ٢٧
نن له غرمې وروسته د ارشاد، حج او اقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي په سعودي عربستان کې د افغانستان له سفیر ښاعلي احمد جاوید مجددي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست سربېره ددې وزارت مسلکي مرستیال دوکتور امین الدین مظفري، مالي او اداري مرستیال استاد تاج محمد مجاهد د پلان او پالیسي مرستیال انجنیر محمد عثمان طارق او د رهبري هیأت یو شمېر نورو غړو هم ګډون کړی و.
په یاده ناسته کې د حج، عمرې، د علماوو تر منځ د اړیکو رغولو او د هغوی د ظرفیت لوړاوي په اړه خبرې اترې وشوې. همدارنګه په دغه ناسته کې د حاجیانو د سکن، خوړو، روغتیا او ترانسپورت په برخه کې د سهولتونو د رامنځته کولو او په کابل کې د اسلامي مرکز د جوړېدو د چارو د چټکتیا په اړه خبرې وشوې.
په دغه ویډیویي کنفرانس کې څرګنده شوه، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د سعودي عربستان هېواد ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لپاره فرصتونه او زمینه برابره ده، چې په ځینو برخو کې له وړاندې قراردادونه شوي او په ځینو نورو برخو کې هوکړې ته اړتیا لیدل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ددې لیدنو لړۍ به په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره دوام ولرې، تر څو وکړای شو، چې دوه اړخیزه اړیکې پیاوړې کړو او په پایله کې وتوانېږو، چې ددې وزارت په مختلفو برخو په ځانګړې توګه د علماو د ظرفیت لوړاوي او علمي سیر برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولرو
