د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په سعودي عربستان کې د افغانستان له سفیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

bakhshi_admin
Mon, Oct 19 2020 1:47 PM
ویدیوکنفرانس با سفیر

یکشنبه د تلې ٢٧    
نن له غرمې وروسته د ارشاد، حج او اقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي په سعودي عربستان کې د افغانستان له سفیر ښاعلي احمد جاوید مجددي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.       
په دغه کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست سربېره ددې وزارت مسلکي مرستیال دوکتور امین الدین مظفري، مالي او اداري مرستیال استاد تاج محمد مجاهد د پلان او پالیسي مرستیال انجنیر محمد عثمان طارق او د رهبري هیأت یو شمېر نورو غړو هم ګډون کړی و. 
په یاده ناسته کې د حج، عمرې، د علماوو تر منځ د اړیکو رغولو او د هغوی د ظرفیت لوړاوي په اړه خبرې اترې وشوې. همدارنګه په دغه ناسته کې د حاجیانو د سکن، خوړو، روغتیا او ترانسپورت په برخه کې د سهولتونو د رامنځته کولو او په کابل کې د اسلامي مرکز د جوړېدو د چارو د چټکتیا په اړه خبرې وشوې.
په دغه ویډیویي کنفرانس کې څرګنده شوه، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د سعودي عربستان هېواد ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لپاره فرصتونه او زمینه برابره ده، چې په ځینو برخو کې له وړاندې قراردادونه شوي او په ځینو نورو برخو کې هوکړې ته اړتیا لیدل کېږي. 
د یادونې وړ ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ددې لیدنو لړۍ به په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره دوام ولرې، تر څو وکړای شو، چې دوه اړخیزه اړیکې پیاوړې کړو او په پایله کې وتوانېږو، چې ددې وزارت په مختلفو برخو په ځانګړې توګه د علماو د ظرفیت لوړاوي او علمي سیر برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولرو

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

Sun, Feb 22 2026 6:32 PM
Background image

A Chinese National Embraced the Holy Religion of Islam in Kabul

Saturday, 4th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 2nd of Hoot 1404 SH

Today in the city of Kabul, a Chinese national named “Menhai Xia,” son of “Ding Changk Xia,” aged 51, who has. . .

Sat, Jan 31 2026 6:43 PM
Background image

The Ministry of MOHIA Announces Key Implemented and Planned Activities Related to Hajj 1447 AH and Hajj Costs at a Press Conference

Saturday, 12 Sha‘ban 1447 AH, corresponding to 11 Dalwa 1404 SH

Sheikh al-Hadith, Dr. Mawlawi Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, today announced a number of important implemented. . .

BACK TO NEWS