د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبرۍ لومړۍ غونډه د ددي وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۲ - ۱۰:۰
اولین جلسه

غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو له تلاوت سره پیل شوه، وروستې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب خپله ارزښتناکه وینا وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې د الله جل جلاله په فضل او کرم سره د اسلامي امارت د مجاهدینو په هلو ځلو دغه هیواد ته بریا او فتحه راغلۍ ده او له دې خاورې او په ځانګړې توګه له دولتي ادارو څخه هر ډول فساد د تل لپاره له منځه یووړل شو، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د هېواد په پرمختګ کې د دیني احکامو په رڼا کې په صداقت او ایماندارۍ سره کار وکړو. موږ باید د دیني اصولو په رڼا کې د دې وزارت موخې، طرحې او کاري پلانونه په صداقت او ایماندارۍ سره تر سره کړو.

همدراز ښاغلی ثاقب د ددي وزارت له رئيسانو او کارکوونکو وغوښتل، چې د خپلو دندو او مسووليتونو په ترسره کولو کې دی لومړى په ايماندارۍ، روڼتيا، اطاعت او د مراجعينو سره د ښو اخلاقو او په ټولو چارو کې د تقوا او پرهېزګارۍ چلند وکړﺉ.

وروسته بیا د غونډې ګډنوالو په لاندې موضوعاتو خبرې وکړې او خپل نظریات یې څرګند کړل.

- د افغانستان شپږو جیدو علماء کرامو په نوم د مډالونو چمتو کول؛

- د وزارت له اوقافی بودیجې څخه د وزارت لپاره کمپلکس جوړول؛

- د عمرې او زیارت د طرزالعمل او شرطونو ته بیاکتنه او تعدیل؛

- د وقفي ځمکو عواید او د هغې کارولو څرنګوالی؛

- د عریضو، شکایتونو او شخړو د څیړلو لپاره د اوقاف کمیټې جوړول او د یادو موضوع راپورونه، وړاندیزونه او د حل لارې چارې د وزارت محترم سره شریکول؛

- د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل ښار د (۲۱) ناحیو په (۹۸۰) جامع جوماتو کې د قرانکریم تلاوت؛

- د روژې په مبارکه میاشت کې د قرآن کریم حفظ کولو لپاره په ټول هیواد کې سیالۍ ترسره کول؛

- د امامانو د تدریس په برخه کې د بودیجې منظوري؛ورپسې بیا ټولو رئیسانو د پورته یادو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او خپل وړاندیزونه یې د رهبرۍ ګډونوالو سره شریک کړل.

د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته په یادو مواردو کې ګډې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS