د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هغه افسر قدراني وکړه، چې په ارګ کې یې د لوی اختر لمانځه امامت وکړ

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۱:۵۱
قدر دانی

 

شنبه، ۹ زمری ۱۴۰۰

کابل، افغانستان: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د یوې ناستې پر مهال چې علماوو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر چارواکو پکې ګډون کړی وو، له ډګرمن بشیر احمد فیضي څخه، چې په ارګ کې یې د جمهور رییس او دولتي چارواکو په حضور کې د لوی اختر لمانځه امامت وکړ، د ستاینلیک په ورکولو، قدرداني وکړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، محمد قاسم حلیمي، په ارګ کې د لوی اختر لمانځه امامت پر مهال د ښاغلي فیضي زړورتیا نه په مننې وویل، ډګرمن فیضي د څو راکېټونو لګېدو ته، چې د اسلام او افغانستان د دښمنانو لخوا د لمانځه جریان ګډوډولو په موخه توغول شوي وو، هېڅ توجه و نه کړه او د اختر لمونځ یې له ټولو تکبیرونو سره په پوره خضوع او خشوع سره ادا کړ.

ښاغلي حلیمي په دې ناسته کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان پر مداخلې نیوکه وکړه او د پاکستان د دیني چارو له وزیر، د هغه هېواد د علماوو شورا له رییس او د پاکستان د حقانیې له علماوو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان په چارو کې د پنجاب حکومت د لاسوهنې مخنیوی وکړي.

دغه راز د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د مولوي مجیب الرحمان انصاري، پر وروستیو څرګندونو په کلکې نیوکې، هغه ته د خرڅ شوي او منافق کس خطاب وکړ او له مسوولو بنسټونو یې غوښتنه وکړه څو له هر هغه کس سره چې له دښمن سره یوځای کېږي او له دښمن نه دفاع کوي، قاطع چلند وکړي او زندان ته یې واچوي.

د افغانستان د علماوو شورا غړي، مولوي سعید الرحمان احساس، هم په دې ناسته کې د یادې شورا په استازیتوب د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په ملاتړ ټینګار وکړ او له یادو ځواکونو څخه یې مننه وکړه، چې هره لحظه د خپلو خلکو او هېواد ساتنې لپاره قربانۍ ته چمتو دي.

یو بل دیني عالم، حجت الاسلام عطایي، د ډګرمن بشیر احمد فیضي په ستاینغونډه کې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په ملاتړ ټینګار وکړ، زیاته یې کړه، قرآن کریم د ظالمانو او خاینانو پر وړاندې چې په بشریت ظلم او ستم کوي، د زور او قوت په کارولو سره د مقابلې لارښوونه کړې ده.

د ملي دفاع وزارت د عقیدتي چارو رییس، جنرال عبدالرازق، له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او علماوو له ملاتړ نه مننه وکړه، وې ویل چې د علماوو ملاتړ هغوی ته لوړ مورال ورکوي څو د ظالمانو پر وړاندې تر پخوا کلکه مقابله وکړي او د اسلام، خاورې او خلکو دفاع ته ور ودانګي.

همدارنګه مولوي فضل کریم سراجي، هم په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت رهبرۍ نه غوښتنه وکړه، څو د یاد افسر رشادت او شجاعت ته د درناوي په خاطر، چې په ارګ یې د اختر لمانځه امامت وکړ، یوه افتخاري رتبه ورکړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د هېواد علماء په قاطعانه ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او له هغوی څخه ملاتړ کوي.

د ناستې په پای کې ډګرمن بشیر احمد فیضي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له رهبرۍ او دیني علماوو څخه چې د هغه د قدرانۍ په موخه راټول شوي وو او یو ځل بیا یې له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ په ډاګه کړ، مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS