د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال له لوري په تورخم عمري کمپ کې یو محراب جامع جومات پرانېستل شو جمعه ۹ رجب ۱۴۴۶ هـ ق (۲۱ جدې ۱۴۰۳ هـ ش)

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۹:۴۳
مسجد

د افغانستان اسلامي امارت تر چتر لاندې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالی کمیسیون، د جوماتونو او زده کړو د تنظیم کميټې له لورې چې مشري یې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال په غاړه لري، د تورخم په عمري کمپ کې د مهاجرینو لپاره د یو محراب جامع جومات په پاخه او اساسي ډول جوړ او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د لمونځ کونکو پرمخ پرانیستل شو.

د یاد جومات د افتتاح په غونډې کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال شیخ عبدالرحمان راشد، د پوهنې وزارت مرستیال مولوي صبغت الله وصیل او د ننګرهار ولایت یو شمېر علماؤ او مسؤلینو پکې گډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د جوماتونو د جوړولو په اهمیت او ارزښت ګډونوالو ته مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د خپلو نورو فعالیتونو ترڅنگ د جوماتونو د جوړولو،  ترمیمولو او پاللو دنده هم په غاړه لري.

ښاغلي حقاني وويل: جوماتونه د خدای جل جلاله کور او هغه سپیڅلي ځایونه دي چې د الله جلّ جلاله ذکر او عبادات پکې ترسره کېږي نو له همدې کبله ځانکړی ځای او لوړ مقام لري.

په غونډې  کې د مهاجرینو چارو او د پوهنې وزارت مرستیالانو خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت کوښښ کوي چې په ټول هېواد كې د جوماتونه جوړولو ترڅنګ نور اړین کارونه د کډوالو لپاره ترسره کړي.

همدا راز د غونډې په لړ کې د عمري کمپ مسؤل مولوي محمد هاشم میوندوال له لوری ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د یادې کمیټې له مسؤلینو څخه د نورو جوماتونو د جوړولو غوښتنه وشوه، چې د وزارت د مرستیال له لوري ورته د جوړیدو ډاډ ورکړل شو.

غونډه د ننګرهار پوهنتون رئیس په دعاء سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو او. . .

BACK TO NEWS