د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د (۱۴۰۲هـ ش) تعلیمی کال لپاره د امامانو او خطیبانو د روزنې (ستاژ) لپاره نوی نوم لیکنه پیلیږی د علم او ​​پوهې مینه والو، د دیني مدارسو د لوی دورې فارغان کولی شي په لاندې شرایطو کې ګډون وکړي:

       د تدریب ائمه ستاژ لپاره د منلو شرایط:

۲- له دیني مدارسو څخه د لوی دورې د فراغت سند درلودل.

۳-  اصلي علمي اسناد او د هغې کاپي له ځانه سره ولرئ.

۴- اصلي پېژندپاڼه (تذکره) او د هغې کاپي د څلور قطعو عکسونو سره (۴/۳).

د تدریب ائمه ستاژ ځانګړتیاوې:

  1. په عربي ژبه تدریس.
  2. مناسب او اکاډمیک چاپېریال.
  3. د کمپیوټر زده کړه او مکتبه شامله.
  4. ۴- په وړيا توګه تدریس ورکول.

د تدریب ائمه ستاژ امتیازات:

۱- د ستاژ دورې فارغانو ته په جوماتونو کې امامت ته لومړیتوب ورکول کیږي.

۲- د ستاژ دورې زده کړیالانو لپاره د دوی د تګ  راتګ کرایه ورکول کیږي.

۳- د تدریب ائمه ستاژ د زده کړیالانو لپاره د وړیا عربي ژبې روزنې د زمینې برابرول.

نوټ: علاقمندان کولی شي د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د سنبلې میاشتې د اتلسمې نیټې څخه پیل تر پنڅلس (۱۵) ورځو پورې نوم لیکنې لپاره لاندې پتې ته ورشئ.

پته: د میدان هوایي څلور لاري ترڅېرمه، د تدریت ائمه انسټیټوټ.

خبرتیاوې

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۴۸
Background image

د راتلونکي کال د حج د فریضې لپاره د چمتووالي او ترتیباتو نیولو خبرتیا

محترمو هېوادوالو او د راتلونکي کال د حج فریضې درنو متقاضیانو!

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري د سپارل شوې رسمي وثیقې او ټاکل شوي مهالویش له مخې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱
Background image

لوی اختر د لمانځه د اداء کولو وخت

الله جل جلاله دې مو ټول عبادات او طاعات  په خپل دربار کې قبول او منظور کړه.

د ارشاد، حج او اوقاف محترم وزارت عالی مقام  د ( ۱۴۴۷ هـ.ق کال د لوی اختر د لمانځه د اداء‌ کولو وخت چې له ۱۴۰ . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر اشراف لاندې د قرائت عالي معهد چې په افغانستان کې د (تخصص قرائت سبعه عشره) د ورکړې لومړنی رسمي مرجع بلل کېږي، د ۱۴۰۵ تعلیمي کال لپاره د اوومې دورې په موخه . . .

Back to announcements