د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا
هغه قاریان او فاتحین چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشأن د ختم اداء کولو لیولتیا لري، خبر ورکول کیږي چې د ازموینې لړۍ به د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴هـ ش کال د دلوې میاشنتې ۵ نېټه، چې د ۱۴۴۷هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې له ۶مې نېټې سره برابره ده، پیل شي .
بناًء له ټولو حافظانو څخه غوښتنه کېږي چې د لاندې مهالویش له مخې ازموینې ته حاضر شي:
- لومړۍ او دویمه ناحیه د یکشنبې په ورځ، ۵/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
- درېیمه او څلورمه ناحیه د دوشنبې په روځ، ۶/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
- پنځمه ناحیه د سه شنبې په روځ، ۷/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
- شپږمه ناحیه د چهارشنبې په روځ، ۸/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
- اوومه ناحیه د پنجشنبې په روځ، ۹/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
- اتمه ناحیه د شنبې په ورځ، ۱۱/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
- نهمه ناحیه د یکشنبې په روځ، ۱۲/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
- لسمه او دیارلسمه ناحیه د دوشنبې په روځ، ۱۳/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
- یوولسمه ناحیه د سه شنبې په روځ، ۱۴/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
- دولسمه او څوارلسمه ناحیه د چهارشنبې په روځ، ۱۵/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
- پنځلسمه ناحیه د پنجشنبې په روځ، ۱۶/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
- شپاړسمه او اته لسمه ناحیه د شنبې په روځ، ۱۸/۱۱/۱۴۰۴هـ ش
- اوولسمه ناحیه د یکشنبې په روځ، ۱۹/۱۱/۱۴۰۴هـ ش
- نولسمه او شلمه ناحیه د دوشنبې په روځ، ۲۰/۱۱/۱۴۰۴هـ ش
- یویشتمه او دوه ویشتمه ناحیه د سه شنبې په روځ، ۲۱/۱۱/۱۴۰۴هـ ش
ټول حافظان دې د ازموینې او نورو اداري چارو د ترسره کولو لپاره، د تابعیت اصلي تذکره له ځان سره ولري او د سهار په (۹) بجو دې د معهد عالي قراءات ته، چې د کابل هوایي ډګر د څلورلارې، د آریانا هوټل ترڅیرمه موقعیت لري حاضر شي ترڅو چې کوم اجراآت په نظر کې نیول شوي دي ترسره شي.
