د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په کابل کې د زړو قرآن کریمونو د خوندي ساتلو له جوړېدونکي ځای څخه کتنه وکړه

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۹:۶
عکس

چهارشنبه، ۲۵/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۵/ جدی/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې د وزارت مسلکي مرستیال محترم مولوي محمد حامد حسیب او یو شمېر مرکزي رئیسان هم ورسره وو، د کابل ښار د دارالامان په سیمه کې د زړو قرآن کریمونو، پارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو اوراقو د ساتنې لپاره د جوړېدونکي ځانګړي ځای د چارو له بهیر څخه کتنه او ارزونه وکړه.

محترم وزیر صاحب د یادې پروژې د مسؤولینو او کارکوونکو له هڅو او روانو چارو ستاینه وکړه او دغه کار یې د مقدسو اوراقو د درناوي او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې مهم او ارزښتناک وباله. نوموړي د چارو د لا ښه تنظیم، چټکتیا او معیاري بشپړېدو په موخه اړوندو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

یاد ځانګړی ځای چې د دارالأمان په غرنیزه ساحه کې یې د کیندلو او جوړولو چارې د ملي دفاع وزارت اړوند د لسګونو کارکوونکو لخوا په څلورویشت (۲۴) ساعته توګه د پرمختللې ماشینرۍ پر مټ روانې دي، تر دې مهاله یې شاوخوا دیرش سلنه (۳۰٪) چارې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې به یې پاتې کارونه هم بشپړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شي.

د دغه نوښت موخه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي هدایت پر اساس په هېواد کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د زړو قرآن کریمونو، پارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو اوراقو راټولول، درناوی او خوندي ساتل دي، چې دا مهال یې د جوړولو چارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې روانې دي او ټاکل شوې ده چې په نږدې وختونو کې به د هېواد په ټولو ولایاتو کې پیل شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS