د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۶۷) قلمه د پرنټر رنګونه او فوټو کاپي ماشینونو د برابرولو او تدارک پروژه

bakhshi_admin
رنګهای پرنتر

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۶۷) قلمه د پرنټر رنګونه او فوټو کاپي ماشینونو د برابرولو او تدارک پروژه د «ذبیح الله لغماني» په نوم تجارتي او لوژستیکي شرکت ته، چې د جواز شمېره‌ یې (۱۵۴۰۸۸) ده او د کابل ښار د صدارت څلور لارې په سیمه کې موقعیت لري، په ټولیزه بیه د (۹۰۰,۰۰۰) نهه سوه زره افغانیو په ارزښت ورکړی.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولی شي خپل اعتراض له دې اعلان څخه د اوو (۷) تقویمي ورځو په موده کې، له اړینو دلایلو سره یو ځای د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له مخې په لیکلي ډول وړاندې کړي.

یادونه: دا اطلاعیه د قرارداد د لاسلیک معنا نه لري او تر هغه پورې چې پورته ذکر شوې موده بشپړه نه شي او قانوني مراحل پای ته ونه رسېږي، قرارداد به لاسلیک نه شي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه قرطاسیې د تهیې او تدارک پروژه

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱۰
Background image

د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د مرکز او ولایتونو د جوماتونو لپاره د (۱۷۵۰۰) اوولس زره او پنځه سوه متره مربع غالیو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چي د مرکز او ولایتونو د جوماتونو لپاره د (۱۷۵۰۰) اوولس زره او پنځه سوه متره مربع غالیو د برابرولو او تدارک . . .

Back to tenders