د سویل لویدیځې حوزې د علماوو شورا رئیس مولوي خداداد صالح باندې د برید په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه!

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۹:۵۶
اعلامیه

همدا اوس مې خبر تر لاسه کړ، چې د سویل لویدیځې حوزې د علماوو شورا رئیس مولوي خداداد صالح د هېواد، دین او کلتور د دښمنانو له وسله وال برید څخه روغ رمټ وتلی دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري هیئت د هېواد د علماوو، د جوماتونو د امامانو، خطیبانو او حسینیه وو په استازیتوب دغه غیري انساني او غیري شرعي کړنه په سختو ټکو غندي.

دا ډول بریدونه تل د بهرنیو مزدورو اجیرانو او د هېواد او دین قسم خوړلو دښمنانو له لوري په دیني او ښوونیزو مرکزونو، دیني علماوو، ملي شخصیتونو او عامو وګړو ترسره کېږي، چې لاسونه یې د بې ګناه مسلمانانو په وینو سره او د هېواد ملي امنیت او ثبات ته یې زیان اړولی، چې د هیڅ ډول توجیه وړ نه دي.

دغه ارګان د یو معتبر دیني ادرس په توګه د هېواد د دیني او ولسي مشرانو څخه ملاتړ کوي او د هېواد نوموتي عالم مولوي صالح او ساتونکو ته د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د بېړنۍ او بشپړې روغتیا غوښتنه کوي.

محمد قاسم حلیمي

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS