له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عمرې اداء کولو لپاره  د افغان معتمرینو لومړۍ الوتنه ترسره شوه

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۸ - ۸:۲۵
اولین پرواز حجاج

۱ صفر ۱۴۴۵ هـ ق (۲۶ اسد ۱۴۰۲ هـ ش) د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عمرې او زیارت ریاست تر څارنې لاندې د شمشاد، افق جهان او کلیم الله صمیم سیاحتي شرکتونو لخوا د عمرې د اداء کولو لپاره د حاجیانو لومړی کاروان نن د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د حرمینو شریفینو په لور روان شو. د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج پروسې څخه وروسته دا لومړی ځل دي، چې د یادو شرکتونو له لوري سعودي عربستان ته له هېواد څخه د عمرې د اداء کولو لپاره معتمرین ځي. په همدې تړاو نن د کابل نړیوال هوایي ډګر کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور، د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني، د عمرې او زیارت د اداء کولو د اتحادیې رئیس حسنیار حسن زی منګل، دغه وزارت یو شمېر رئیسانو، د یادو سیاحتي شرکتونو مسؤولینو او معتمرینو ګډون درلود. غونډه د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ددې وزارت مرستیال شیخ عزیزالرحمن منصور د خپلو خبرو په پیل کې د عمرې د اداء کولو په فضیلت او ارزښت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د ټولو سیاحتي شرکتونو څخه غوښتنه وکړه، چې د معتمرینو لپاره دې تحروبه لرونکي معلمین وګماري او په حرمینو شریفینو کې دې  افغان معتمرینو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي. ورپسې د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني خبرې وکړې. نوموړي په ټولو سیاحتي شرکتونو غږ وکړ، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د څارنې لاندې دې افغان معتمرینو ته په سعودي عربستان کې د هستوګنې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي او نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ټولو معتمرینو ته مبارکي وویله او د قبولي شوې عمرې دعا یې وکړه. وروسته بیا د عمرې او زیارت اداء کولو د اتحادیې رئیس حسنیار حسن زی منګل وویل: د افغانستان اسلامي امارت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مسؤولینو څخه مننه کوم، چې د عمرې اړونده موضوعاتو او د معتمرینو په تګ کې یې له موږ سره تل همکاري کړي ده او په ټولو سیاحتي شرکتونو باندې غږ کوم، چې افغان معتمرین ضیوف الرحمن دي د دوی خدمت په موږ او تاسو فرض ده. په یاده غونډه کې ددې وزارت د عمرې او زیارت رئیس مولوي کرامت الله اخندزاده وویل، تر اوسه پورې موږ (۱۵۰) سیاحتي شرکتونو ته د عمرې د اداء کولو جواز ورکړی دی. د غونډې په پای کې معتمرینو ته تحایف ورکړل شول او یاده غونډه د دعاییې په کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS