له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۵۷
روند انتقال به مدینه

١٩ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ٢٥ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

هغه (۱۵) زره افغان حاجیان چې د افغانستان له څلورو پروازی زونونو څخه د جدې هوايي ډګر ته را انتقال شوي ول، د حج مناسکو له اداء کولو وروسته نن رسماً له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته يې د لیږد بهیر پیل شو.

‏په مکه مکرمه کې د افغان حاجیانو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري ټول اړین خدمات تر سره شوي وو، چې دوی په ډیرې اسانۍ سره وکولای شول د حج مراسم او مناسک تر سره کړي چې لله الحمد نن له خپلو معلمینو سره یو ځای د افغان حاجیانو لومړی کاروان د مجهزو بسونو  له لارې مدینې منورې ته ورسېده

دغه افغان حاجیان چې مدینې منورې ته ورسېدل هلته د تسکین کميټې له لوري نبوي حرم ته نیږدې عمارو (هستوګنځایونو) کې ځای پر ځای شول.

د یادونې وړ ده چې د افغان حاجیانو دغه بهیر به له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته په منظم ډول دوام ولري او هلته به د اته شپو او ورځو په تیریدو سره په مسجد نبوي کې څلوېښت لمونځونه اداء کوي، د رسول الله ﷺ د مبارکې روضې او د نورو سپېڅلو ځایونو زیارت کولو وروسته به په منظم ډول د ټاکل شوي مهال ویش لمخې د مدینې منورې له هوایي ډګر څخه بیرته افغانستان ته انتقالیږی

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS