د مدینې منورې د حج بعثې په  دفتر کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۸:۲۲
جلسه

۵ محرم الحرام ۱۴۴۵ هـ ق مطابق اول د اسد ۱۴۰۲ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب په مشرۍ نن د  شنبې ورځ  د مدینې منورې د حج بعثې په دفتر کې  د حج د پروسې د لګښتونو د تصفیه کولو،  په بعثه کې د شته اجناسو او وسایطو د ثبتولو، او له مدینې منورې څخه هېواد ته د حاجیانو د لیږد د منظم بهیر په موخه غوڼده ترسره شوه. غونډه چې د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، د حج بعثې  د اداري پلاوي ترڅنګ د کاري کمېټو مسوؤلينو او د وزارت د مرکزي او ولايتي رياستونو يو شمېر رئيسانو په کې ګډون درلود. غونډه د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په عالمانه وینا سره پرانیستل شوه او وی ویل: لله الحمد موږ د حج د پروسې په وروستي پړاو کې یو، نو دا لویه دیني  او ملې پروسه باید په پوره اخلاص او ژمنتیا سره په مخ یوسو، او په ښه توګه یې اختتام ته ورسوو. ښاغلي ثاقب د کمېټو اړونده مسوؤلین خپلو ورسپارل شویو دندو ته لا ښه متوجه کړل او هیله یې څرګنده کړه چې د مهمو او اړينو کارونو د راټولولو لپاره جدي کار وکړي او مسوؤلینو ته یې د کارونو د لا ښه پرمخ بیولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. ورپسې دغونډې ګډونوالو په  بیلا بیلو موضوعاتو په تفصیل سره  بحث او خبرې وکړي، غونډه د اسلامي نظام د بقاء او استحکام او د حج د پروسې د کامیابۍ د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.‏

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS