د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مشاعرو کې د مِنیٰ او عرفات له خیمو څخه لیدنه وکړه

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۹:۳۷
دیدار از خیمه های منی

سه شنبه ۶ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۳جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج مناسکو ته د چمتووالي په لړ کې د حج خدماتو د کیفیت د ارزونې په موخه په مشاعرو کې له هغو خېمو څخه لیدنه وکړه چې د افغان حاجیانو لپاره ځانګړې شوي دي.

ښاغلي ثاقب په منیٰ او عرفات کې افغان حاجیانو د خېمو او ځایونو د لیدنې ترڅنگ اړونده مسؤلینو او  د مکتبونو له مؤظفینو سره په مِنیٰ او عرفات کې د افغان حاجیانو لپاره د غوره خدماتو د وړاندې کولو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او له دغو لیدنو او کتنو وروسته یې وویل: چې د افغان حاجیانو خېمې په یوه مناسب ځای کې موقعیت لري او دغه خېمې چې د هستوگنې په وسایلو ( فرش، توشکو، ایرکنډیشنونو) باندې سمبال دي د افغان حاجیانو لپاره چمتو شوي دي.

همداشان نوموړي د خپلو لیدنو پر مهال د وړاندې شویو خدماتو له عمومي وضعیت څخه خوښي وښوده او د مکتبونو له چارواکو او د حج بعثې له اړوندو کاري کمېټو له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، نوموړي ټینګار وکړ چې حاجیان ضیوف الرحمن دي او باید ورته هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې شي ترڅو خپل مناسک په ښه توګه ترسره کړي.

 ښاغلي ثاقب مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د خوړو، پاکوالي، روغتیايي خدماتو، د شکایتونو د اورېدو د سیستم او د خدماتو د همغږۍ په برخو کې لا زیات تمرکز وشي، ترڅو هېڅ ډول نیمګړتیا رامنځته نه شي.

هغه زیاته کړه چې په مکه مکرمه کې د حج بعثې مسؤولین د حاجیانو خدمت خپل عبادت ګڼي او تر خپلې وسې به د حاجیانو هوساینې او خدمت ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS