د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

bakhshi_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۱۰:۳۲
ملاقات با وزیر خارجه

کابل۔ نن له غرمې وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي رشید مردوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې د ارشاد، حج اواوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د ترکمنستان هېواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مردف ته د ښه راغلاست ترڅنګ په فاریاب ولایت کې د اقینې د بندر جومات جوړولو مننه وکړه او ویې ویل، چې ترکمنستان زموږ یو دوست، ورور او نېک ګاونډۍ دی چې ځانګړی ارزښت لري.

ښاغلي حلیمي د کابل او عشق آباد ترمنځ اړیکو ته په کتو وویل، چې اوس ددې وخت رارسېدلی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ فرهنګي او دیني اړیکي پراخه شي، او دغه راز د دواړو هېوادونو د اړیکو د تأمین لپاره باید عملي ګامونه پورته شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له نوموړي په کابل کې د یو لوی کتابتون د جوړولو ترڅنګ وغوښتل، چې د ترکمنستان هېواد څخه د لیدني، د هغوی له علماوو سره د افغان علماوو د اړیکو پیاوړي کولو او د علمي تجاربو د شریکولو لپاره د سفر زمینه برابره کړي.

ورپسې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مردوف د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر څخه د مننې ترڅنګ نوموړي ته بلنه ورکړه، چې په نږدې راتلونکي کې له ترکمنستان هېواد څخه لیدنه وکړي. ښاغلي رشید مردوف هم د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د همغږۍ، د اړیکو په پراختیا او له افغانستان سره په دیني او فرهنګي برخه د مرستو ډاډ ورکړ. چې له هغې جملې څخه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS