د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
قران شریف

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو، پارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼو د راټولولو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب تر مشـرۍ لاندې یوه جامع طرحه جوړه شوه، چې پکې د لسګونو کلونو لپاره د یادو مقدسو اوراقو د ساتلو ټول اړین اړخونه په غرنیزو سیمو کې د مسلکي او ماهرو انجینرانو لخوا د ولایاتو په تناسب ټاکل شوي دي، همدارنګه د اړوندو ادارو په همغږۍ د اوقافي ملکیت په توګه یې د ثبت کېدو لړۍ هم روانه ده. د هېواد په ځینو ولایاتو کې د دغو ځایونو د جوړولو چارې په عملي توګه پیل شوي دي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کندهار او هلمند ولایتونو کې ددغو ځایونو د جوړولو له چارو څخه لیدنه ترسره کړه او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په پام کې ده چې د خطیبانو، امامانو او رسنیو له لارې خلکو ته د قرآن کریمونو، پارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼو د ساتنې او حفاظت په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه دایر شي، ترڅو يې خلک په هکله د بې اعتنايۍ له وجې په بې حرمتۍ او ګناه کې ښکیل نه شي. یاد قرآن کریمونه او دیني کتابونه چې پاڼې یې زړې او لوستل یې ستونزمن شوي وي، د ولایاتو د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو لخوا په ځانګړو جوماتونو کې له اېښودل کېدونکو صندوقونو څخه راټولېږي او ټاکل شوو ځایونو ته به انتقالېږي، چې د ټاکل کېدونکو متولیانو له لوري به يې له هر ډول بې حرمتۍ څخه د ساتنې په موخه په دوامدار توګه څارنه کیږي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دغه اقدامات دیني مقدساتو او ارزښتونو ته د درناوي په موخه ترسره کوي، چې له عملي کېدو سره به یې د ټول هېواد په کچه په لومړي ځل د زړو قرآن کریمونو، دیني کتابونو او مقدسو اوراقو د ساتنې واحد او منظم جریان رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS