د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قرارداد اعلان

Publish Date
Closing Date
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د (۱۴۰۴ هـ ش) مالي کال د حج د ملي پروسې لپاره د اړتیا وړ درملو او طبي توکو (۵۴) توکو د برابرولو پروژه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې د سرشت سوداګریز شرکت د جواز شمېره (65142) چې په قصبه، مامر کوڅه کابل کې موقعیت لري. د (۳،۴۳۸،۰۴۰) درې میلیونه څلور سوه اته دېرش زره څلوېښت افغانۍ په ارزښت په قراردارد ورکولو کیږي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري، کولای شي چې د خبرتیا له خپرېدو سره سم تر اوو(۷) ورځو پورې خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته د تدارکاتو قانون د (۵۰)مادې مطابق وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد پای ته رسیدو په معنی نه ده، او قرارداد به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسیږي چې پورته ذکر شوې نېټه پای ته نه وي رسېدلې.