داسلام په ادانه کی د کورنی نظام کی اعتدالیزه مظاهرو سمینار.

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۰ - ۹:۵۱
سمینار اعتدال

داسلام په اډانه کې دکورنی نظام کې اعتداليزه مظاهرې ترعنوان لاندې يو ورځنی سيمينار دارشاد، حج اواوقافو وزارت له لوري ياد وزارت د وزير مولوي عبدالحکيم منيب، مسلکي مرستيال دکتور امين الدين مظفري د وزارت رهبري هيئت غړو، علمای کرامو، ديني مدرسو ښوونکو او ددې وزارت ګڼ شمېر نارينه او ښځينه کارکونکو په شتون کې پيل شوه. په پيل کې دشيخ القراء والمجودين استاد قاري برکت الله سليم له لوري دکلام الله مجيد څومبارک آياتونه تلاوت شول. پرانستې ويناوال مولوي احمد ګل دلاور داعتدال رييس دياد رياست دجوړيدو او تشکيل په اړه وويل: درې کاله مخکې د ياد رياست وزارت ته مدغم شو او ديو خپلواک رياست په څيريې خپلې کړنې دنورو رياستونو په ملتيا پيل کړي. ددې رياست دجوړيدو موخه په ټولنه کې افراطيت مخنيوي او اعتداليزو کړنو داصلاحي او تبلغي خپرونو په موخه په ټولنه کې په ځانګړې توګه دعباداتو، اقتصاد، ښې حکومتوالۍ، فرهنګ، ټولنيز ژوند او دکورنی نظام داسلامي ارشاداتو په رڼاکې دګران هېواد په ټولو برخوکې، دا رياست هوډ لري چې له مخکې څخه دچمتو شوي پلان له مخې په پلازمينه او ولايتونوکې د سترو غونډو په جوړولو سره د اعتدال او وسطيت دپيل کولو ته وګړې هڅول چې پايله به يې له افراطيت څخه د اسلامي ټولنې ژغورل دي. بيادارشاد، حج اواوقافو وزير مولوي عبدالحکيم منيب دافراط او تفريط په اړه ټولمنلې ويناوکړه وې ويل: اسلام دعدالت، احسان او برابرۍ دين دی، زور او زياتی شتون نلري، داسلام په مقدس دين کې افراط او تفريط مردود شمېرل شوودی. ورپسې دکتور امين الدين مظفري د اعتدال نقش په کورنی نظام کې او دنورو برخو په اړه معلومات ورکړل له دې وروسته هر يو محراب دانش د وزارت سلاکار، مولوی فضل الکريم سراجی د مساجدو د انسجام رئيس، قاضی رياض الله صابر د اسلامي تعليماتو او تدريب ايمه رييس، محمد شريف رباطی دڅيړنو او اسلامي مطالعاتو رييس ، ستاره مخبت دساينسی علومو امرې او سيد رسول مظفری دګڼ شمېر موضوعاتوپه اړه معلومات ورکړل: دوګړو ترمنځ د عدالت رامنځ ته کول ، داولادونو په منځ کې اعتدال رامنځ ته کول په ښوونه او روزنه کې، دښځو په وړاندې د تاوتريخوالي حکم داسلام په رڼاکې او دمهر ورکولو دکورنی د سمون په موخه غونډه دمولوي عنايت الله شريفی په دوعايې سره پای ته ورسيده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۵۷
Background image

دافغان حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ په منظم ډول روانه ده

شنبه۲۴ ذوالحجة الحرام۱۴۴۶ هـ ق مطابق۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه هېواد ته د۱۴۴۶ هـ ق کال دحج مراسمو د ترسره کولو وروسته دافغان حاجیانو دراستنیدو لړۍ له کومې ستونزې اوځنډ. . .

BACK TO NEWS