په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر سره وکتل
سه شنبه ۲۰/ جمادى الأولى/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۰/ عقرب/ ۱۴۰۴ هـ ش
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مقام کې، په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر ښاغلي سهیل شاهین سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیني او فرهنګي همکاریو د رامنځته کولو او پراختیا په موخه وکتل او د ګډو همکاریو پر مهمو لارو چارو یې خبرې وکړې.
د کتنې په پیل کې، ښاغلي وزیر صاحب د هرکلي څرګندولو ترڅنګ، په قطر کې د اسلامي امارت د پخواني سیاسي دفتر د فعالیتونو او د اوسني سفارت د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د سفیر صاحب د نه ستړې کېدونکو هلوځلو او اغېزمنو خدمتونو څخه یې مننه وکړه، ویې وویل:
د جهادي مبارزې پر مهال په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر د افغانستان د فتحې لومړنی سیاسي سنګر ؤ، کله چې د الهي نصرت او د مجاهدینو د مبارزو او قربانیو په نتیجه کې فتحه راغله؛ د قطر دسفارت له لارې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د مثبتو اړيکو يو نوی پړاو پيل شو او له نړۍ سره په بېلابېلو برخو کې ستر پرمختګونه ترسره شول، یاد سفارت د اسلامي امارت حقیقت او واقعیت نړۍ ته څرګند کړی او دا پیغام یې رسولی چې اسلامي امارت یو سوله غوښتونکی نظام دی، چې د افغانستان، ګاونډیو هېوادونو، سیمې او ټولې نړۍ لپاره ثبات او سوکالي غواړي، همدارنګه سفارت توانېدلی چې د افغانستان په ښې استازولۍ سره د دښمنانو تبلیغاتي دسیسې شنډې کړي.
ښاغلي ثاقب صاحب همدارنګه د قطر هېواد نېک تعامل ته په اشارې سره زياته کړه: د قطر هېواد له اسلامي امارت او د افغانستان له ملت سره د نېک تعامل ښه سابقه لري، د اشغال په دوران کې يې د اسلامي امارت دروازه نړۍ ته پرانستې وه او د خپل هوښيار او ښه دريځ له امله یې د نړۍ لید د افغانستان اسلامي امارت په اړه مثبت لوري ته واړاوه. ورپسې ښاغلي سفیر صاحب د ملاقات د فُرصت له برابرېدو او د وزير صاحب لخوا په لنډو او ژورو ټکو کې د جهاد د سپېڅلي هدف، د هغه د ثمرې او له هېوادونو سره د ښو اړيکو په تړاو له څرګندونو مننه وکړه.
ښاغلي شاهین صاحب د قطر هېواد د اوقافو او اسلامي چارو وزارت(وزارة الأوقاف والشؤون الاسلامیة) لخوا د جوماتونو د اعمار او د جګړې پر مهال د تخریب شوو مساجدو د بیا رغونې، مساجدو ته د فرشونو (جای نمازونو) د توزیع، د دارالحفاظونو د اکمال، د مصاحفو (قرآن کریمونو) د اهداء او یو لړ نورو همکاریو په اړه د یاد وزارت د وزیر له ژمنې او وعدې څخه یادونه وکړه.
ښاغلي وزیر صاحب د یاد هېواد د اړوند مراجعو د مسؤولینو د همکاریو هرکلی وکړ او د دواړو وزارتونو ترمنځ د یادو همکاریو د عملي کولو او تطبیق او د دیني او فرهنګي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو مفصل بحث ترسره شو.
