په مکه مکرمه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ترمشرۍ لاندې د حج بعثې ځانګړې اداري غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۲۱:۲۴
جلسه

یکشنبه ۴ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب تر مشرۍ لاندې  د حج کاري کمېټو له مسؤولینو سره غونډه ترسره کړه.

غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د حج بعثې عمومي رئیس په مکه مکرمه کې د پوره دېرش زره حاجیانو د ځای په ځای کیدو او دوی ته د مناسکو د زده کړې د لړۍ له جریان څخه اطمینان حاصل کړ، همداشان د ټولو کاري کمیټو ګزارشات او پلانونه یې واوریدل او د شویو قرادادونو لمخې یې ټول کارونه  مثبت وارزول، همداشان یې مشاعرو ته د حاجیانو د انتقال لپاره  اړونده مسوؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي.

 ښاغلي ثاقب وویل، د حج د مراسمو پيل ته يواځې څو ورځې پاتې دي او  د کاري کمېټو مسؤولین باید خپلو دندو ته په جدي توگه پاملرنه وکړي او دوی د حاجیانو له معلمینو او د مکاتبو له استازو سره په همغږۍ مشاعرو ته د حاجیانو د انتقال لپاره منظم ټرانسپورټ، د حج  مناسکو تدریس، درې وخته خواړه او روغتیایې خدمتونو د وړاندې کولو لپاره پوره چمتوالي ولري.

د غونډې په جریان کې د کاري کمیټو مسوؤلینو د محترم وزیر صاحب له  ګټورو لارښوونو او سپارښتونو څخه مننه وکړه او مشاعرو ته د حاجیانو د انتقال په برخه کې د ټرانسپورټ، تغذیې، مناسکو، مفقودینو، نشراتو، بهرنيو اړيکو او روغتيايي کمېټو مسؤولینو د بشپړې چمتوالي او همغږۍ په اړه اطمینان ورکړ، تر څو افغان حاجیان وکولای شي د حج مراسم او مناسک په ارامه او ډاډ منه فضاء کې ترسره کړي.

غونډه د عائیې په ویلو سره پای ته ورسیده

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۸:۲۳
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عمرې اداء کولو په موخه د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو

پنجشنبه، ۲۹ / صفر المظفر/ ۱۴۴۸ هـ ق، مطابق: ۲۲/ اسد/ ۱۴۰۵ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عُمرې د اداء کولو په موخه د ۱۴۴۸هـ ق کال د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو.

په همدې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

BACK TO NEWS