۱۴۰۴ مالي کال کې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د (۳۰۳۰۰) تنو حاجیانو د لیږد او رالیږد هوایی ترانسپورت پروژی تدارک

bakhshi_admin
hojaj

Publish Date

Closing Date

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د داوطلبی پروسه په ( ۱۴۰۴ مالي کال کې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د (۳۰۳۰۰) تنو حاجیانو د لیږد او رالیږد هوایی ترانسپورت پروژی تدارک) د افغانستان اسلامي امارت د عامه تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې د اعلامیې له خپریدو سره سم تر (۲۱) ورځو پورې خپل تړلي وړاندیزونه د قرارداد له طرز العمل سره سم وړاندي کړي.

تاسو کولی شئ چې شرطنامه له لاندي ادرس څخه ترلاسه کړئ:

کابل شهر نو د فیض محمد خان څلور لاری، دارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست.

به شرطنامه کې شامل شوي مواد د رسمي وخت په جریان کې د سي ډي او فلش له لاری ترلاسه کولی شئ.

د آفرگشايي په وخت کې د داوطلبانو دستور العمل لپاره د صفحی محتوا شرط پایه ده.

هغه وړاندیزونه چې له ټاکلې مودې څخه وروسته موږ ته سپارل کیږي یا د انترنيت له لارې دې دفتر ته ليږل کیږي د منلو وړ ندي.

د داوطلبی د معلوماتو پاڼی د محتوياتو له مخې د (٦٤٧٠۰۰۰۰۰) څلور شيپته

میلیونه او اوه سوه زره افغانی د بانکي تضمين په توگه اخيستل کېږي.

نوت: که چیری د شرطنامی متن او د داوطلبي په بلنه کې توپیر شتون ولري د شرطنامی متن د اعتبار وړ دی.

د اړیکې شمېره : ۰۷۸۹۵۲۰۵۵۰

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د وزارت اړوندو وسایطو او جنراتورونو د اړتیا وړ (۳۰۷) قلمه پرزې او تېل

د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د وزارت اړوندو وسایطو او . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د استخباراتو عمومي ریاست اړوند د بی‌بی مهرو کمپلکس کې د یو محراب جومات د جوړېدو پروژه

دارشاد، حج او اوقافو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې ( د استخباراتو عمومي ریاست اړوند د بی‌بی مهرو کمپلکس کې د یو محراب جومات د جوړېدو . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۰:۲۹
Background image

د 1404 مالي کال لپاره د 16 عرادو تویوتا فلډر موټرو د تهیه او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو شرایط پوره داوطلبانو څخه هیله کوي چې د (1404 مالي کال لپاره د 16 عرادو تویوتا فلډر موټرو د تهیه او تدارک پروژې) داوطلبۍ پروسه کې برخه واخلي او خپل . . .

Back to tenders