دارشاد، حج او اوقافو وزیر د اندونیزیايي پلاوي له مشر محمد يوسف کالا سره وکتل

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۱:۳۲
اندونیزیا

سه شنبه، ۲۷ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق مطابق ۱۵ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور نورمحمد " ثاقب " نن د خپل کار په دفتر کې د اندونیزیا د سرې میاشتې او جوماتونو د شورا رئیس د هغه هېواد د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یوسف کالا او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د ارشاد، حج اوقافو وزارت مرستیالانو او یوشمیر رئیسانو هم برخه لرله، ښاغلي ثاقب  راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل چې اندونیزیا او افغانستان دواړه اسلامي  هېوادونه دي او ډیر ګډ  مشترکات لري او د افغانستان اسلامي امارت له اندونیزیا سره  ګډې همکارۍ او د اړیکو دپراختیا غوښتونکي دی.

ښاغلي ثاقب په خپلو خبرو کې وویل چې داشغال له خاتمي او فتحې وروسته په افغانستان کې بشپړ امن اوښه فرصتونه رامنځ ته شوې دی، اړینه ده چې د اندونیزیا د ورور هېواد او  نورو اسلامی هېوادونو سره په بېلا بېلو تعلیمی، ارشادي او دیني برخو کې هر راز همکاری او همدردی ولرو.

ښاغلي ثاقب یادونه وکړه چې افغانستان له سختو حالاتو تیر شوی دی، اوس الحمد لله ستونزی ختمي شوی دی او افغانستان په نړۍ کې یو پر امن هېواد دی، په بیلابیلو برخو کې پرمختګونه روان دي، غواړو چې دنورو پر مختللو اسلامي هېوادونو په څیر ښه پرمختګ ولرو.

ورپسې د اندونيزيايي پلاوي  مشر  ښاغلي محمد یوسف کالا خبرې وکړي او افغانستان ته یې  په خپل راتګ خوښي وښودله، او زیاته یې کړه خوشاله یم چې له خپلو همکارانو سره دلته د پخوا په پرتله یو ښه او ارام افغانستان وینو.

ښاغلي کالا وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره د اسلامی بنسټونو دپیاوړتیا تر څنګ د بیارغونی په برخه کې هم د پام وړ کارونه شوي دی

ښاغلي کالا په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت او اندونیزیا په مختلفو برخو کې د اړیکو په ټینکولو او پراختیا سره ښه پرمختګونه ولري.

د یادونې وړ ده، په دغه پلاوي کې  چې  مشر یې محمد یوسف کالا کوي د اندونیزیا د قوانینو او بشري حقوقو پخواني وزیر عبدالحمید اول الدین، د انرژۍ او کانونو پخواني وزیر سعید سودیرمن او یو شمېر نور لوړ رتبه مسوولین  شامل وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۵۷
Background image

دافغان حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ په منظم ډول روانه ده

شنبه۲۴ ذوالحجة الحرام۱۴۴۶ هـ ق مطابق۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه هېواد ته د۱۴۴۶ هـ ق کال دحج مراسمو د ترسره کولو وروسته دافغان حاجیانو دراستنیدو لړۍ له کومې ستونزې اوځنډ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۲۱:۱۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندی په مدینه منوره کې د حج بعثې غونډه تر سره شوه

پنجشنبه ۲۳ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۲۹ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش مدینه منوره: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب تر. . .

BACK TO NEWS