د هیواد حاجیانو ته د مدینې منورې د زیارتونو او مبارکو ځایونو ورپیژندنه.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۲۱:۲۲
اماکن مقدسه

۴ ذوالقعدة ۱۴۴۴ هـ ق (۳ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش) نن سهار د زرو تنو حاجيانو څخه زیات چې مدينې منورې ته په خیر سره رسيدلي دي، دوی په ډلیزه توګه د عصري بسونو په واسطه د دې ښار زیارتونو او مبارکو ځایونو ته د زیارت اداء کولو لپاره ولیږدول شو. د قباء جومات، د قبلتين جومات، اووه جوماتونه (خندق)، د غزوه احد د شهيدانو زيارت د مدينې منورې له مبارکو ځايونو څخه دي، چې هر مسلمان یې په لیدلو سره حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه د یارانو او اصحابو یادونه کوي، حاجیان په ډیرې لیوالتیا او ژورو احساساتو سره پورتنیو ځایونو ته لاړل او د هغو په اړه یې له نږدې څخه معلومات ترلاسه کړل. د حاجیانو معلمینو د پورتنیو ځایونو د پېژندنې په ترڅ کې د یادو سیمو په اړه حاجیانو ته هر اړخیز معلومات ورکړل او ټولو حاجیانو د شکرانې د لمانځه په اداء کولو سره د هیواد د سوکالۍ او د افغانستان اسلامي نظام د لا ټینګښت لپاره دعا وکړه. د یادونې وړ ده چې په هیواد کې د نورو حاجیانو لپاره د مبارکو ځایونو د معرفي کولو پروسه په ترتیب سره ترسره کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

BACK TO NEWS