د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پيغام

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۰:۲۵
پیام

الحمدلله الذی منّ علی المؤمنین « إذ بعث فيهم رسولاً من أنفسهم» أشرفهم نسباً و أکملهم جمالاً وأعظمهم خُلقاً « یتلو علیهم آیاته ویُزَکّیهم ویعلّمُهُم الکتابَ والحکمةّ وإن كانوا من قبل لفي ضلال مبين» اللهم صل وسلّم وبارک علی حبیبنا محمد وعلی آله وصحبه وکلِّ من اهتدی بهدیه إلی یوم الدین ... وبعد:

زمونږ د ګران هیواد افغانستان مؤمنو او مجاهدپالو هیوادوالو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نیکمرغه میلاد، د هغه ستر شخصیت میلاد دی، چې د عربو د جزیرې له غباره ډک اسمان کې یې د لمر په څېر ځلا وکړه او د نړۍ بشریت ته یې روښنايي ورکړه او د جاهلیت د دورې د خلکو ژوند يې د جهالت له تورو تیارو او ګمراهۍ څخه وژغوره او د رڼا، پرمختګ او نیکمرغۍ لور ته يې را وبلل.

لکه څرنګه چې تاسو خبر یاست، مونږ او تاسو د نړۍ د ژغورونکي حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د نیکمرغه او مبارک میلاد د رارسیدو په درشل کې یو، هغه پیغمبر چې د انسانیت او ټول عالَم لپاره رحمت دی: { وَمَا أَرسَلنَاک إلا رَحمَةً لِلعَالَمينَ }

هغه پیغمبر چې شاهد، زیری ورکوونکی او ویروونکی دی:{ يَا أَيُّهَا النَّبيُّ إنَّا أَرسَلنَاک شَاهدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا }

هغه پیغمبر چې دعوت کوونکی او بله ډیوه ده :{ وَدَاعيًا إِلَى اللَّهِ بإذنِهِ وَسرَاجًا مُنيرًا }.

هغه پېغمبر چې د هر ډول ښکلا، فضيلت، كرامت، او ښايست لرونکی دی، چې د هغه مبارک صلی  الله علیه وسلم د سپیڅلي سیرت او قرآني اخلاقو له ښو لیکلو څخه قلم او پوره بيانولو څخه ژبه عاجز او ناتوان دي

هغه پیغمبر چې پر مؤمنانو ډیر نرمي کوونکی او ډیر مهربان دی:{ بالمُؤمنينَ رَءُوف رَحِيم }.

هغه پیغمبر چې شپه او ورځ به همیشه د خپل اُمت په غم کې ؤ، د دوی  لپاره به ېې په ساعتونو، ساعتونو له دعاګانو، عذر، زارۍ او عاجزۍ سره د الله تعالی په دربار کې د خپل اُمت لپاره د مغفرت او بښنې غوښتنې کولې. د عامر بن سعد رضي الله عنه څخه روایت شوی حدیث د یوې کوچنۍ بیلګې په توګه راوړو:

(عَن عَامر بن سَعد عَن أَبيهِ قَالَ خَرَجنَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم من مَكَّةَ نُريدُ المَدينَةَ فَلَمَّا كُنَّا قَرِيبًا مِن عَزوَرَا نَزَلَ ثُمَّ رَفَعَ يَدَيهِ فَدَعَا اللَّهَ سَاعَةً ثُمَّ خَرَّ سَاجِدًا فَمَكَثَ طَويلاً ثُمَّ قَامَ فَرَفَعَ يَدَيهِ فَدَعَا اللَّهَ سَاعَةً ثُمَّ خَرَّ سَاجِدًا فَمَكَثَ طَويلاً ثُمَّ قَامَ فَرَفَعَ يَدَيهِ سَاعَةً ثُمَّ خَرَّ سَاجِدًا ذَكَرَهُ أَحْمَدُ ثَلاَثًا قَالَ « إِنِّى سَأَلتُ رَبِّى وَشَفَعتُ لأمَّتى فَأَعطَانِى ثُلُثَ أُمَّتى فَخَرَرتُ سَاجدًا شُكرًا لرَبِّى ثُمَّ رَفَعتُ رَأسى فَسَأَلتُ رَبّى لأُمَّتى فَأَعطَانِى ثُلُثَ أُمَّتى فَخَرَرتُ سَاجدًا لرَبّى شُكْرًا ثُمَّ رَفَعتُ رَأسى فَسَأَلتُ رَبِّى لأُمَّتى فَأَعطَانى الثُّلُثَ الآخَرَ فَخَرَرتُ سَاجدًا لرَبِّى ». سنن أبى داود.

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دې سپېڅلي میلاد د را رسیدو په مناسبت د نړۍ  ټولو مسلمانانو ته په ځانګړې توګه د افغانستان مجاهد او شهیدپال ملت ته مبارکي وایي او له ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو څخه هیله کوي چې په ډیر عالي او شانداره توګه د قران کریم په ختمونو او د نبوي سیرت د سیالیو په جوړولو سره د رحمة للعالمین دغه مبارک میلاد ونمانځي او د قولی، فعلی او تقریري سنتو په عملي کولو سره د یو کامل اُمتي عهد تازه او ژوندی وساتي.

همدارنګه له علماوو، خطیبانو او لیکوالانو څخه هم غوښتنه کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپيڅلي سیرت په بیانولو، اتحاد، اتفاق او یووالی ته د خلکو د هڅولو او د خیریه کارونو په ترسره کولو، له یتیمانو، بېوزلو او مسکینانو سره د مرستې په کولو او د هر هغه عمل په کولو چې د الله جلّ جلاله د رضا او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مبارک روح د خوښۍ سبب ګرځي، دا نیکمرغه ورځ ونمانځي.      

و من الله التوفیق

 

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر

شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب

۱۰ ربیع الأوّل ۱۴۴۴هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS