د هېواد دیني عالمانو د یوې پراخه غونډې په ترڅ د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۹:۵۰
گرد همایی علما

چهارشنبه، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۰

کابل: نن د هېواد ګڼ شمېر دیني عالمانو د یوې پراخه غونډې په ترڅ کې د سولې او په افغانستان کې د سولې اعلان تر عنوان لاندې د افغانستان او پاکستان د علماوو د ګډ کنفرانس چې د رابطةالعالم الاسلامي په مشرۍ او د سعودي عربستان شاهي دولت په همکارۍ جوړ شوی و، خپل کلک ملاتړ اعلان کړ.

په دغه غونډه کې د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس سید محمد شیرزادي، د کابل والي محمد یعقوب حیدري، د لوګر ولایت د علماؤ شورا رئیس اسد الله نوري، د مرکز زون د علماؤ شورا رئیس، د ختیځ زون د علماؤ شورا رئیس او د هیواد ګڼ شمېر نورو مخورو دیني علماوو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس سید محمد شیرزادي په افغانستان کې روانه جګړه او ورور وژنه ناروا وبلله او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې وغوښتل، چې نور جګړه ودرروي. او د یو سوکاله افغانستان لپاره مټې راونغاړي.

ورپسي د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري، د علماؤ شورا رئیسانو او د هیواد جیدو علماء کرامو ویناوې وکړي او ټولو په یو غږ سره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او مسلمان وژنه وبلله.

ویناوالو په سعودي عربستان کې، د رابطة العالم الاسلامي په مشرۍ د افغانستان او پاکستان د علماوو د جوړ شوي ګډ کنفرانس او د کنفرانس د پرېکړه لیک څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS