‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تېر یو کال لاسته راوړنې له ملت سره شریکې کړې

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۹:۱۷
حسابدهی

۲۷ محرم الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۳ اسد ۱۴۰۲ هـ ش) کابل، افغانستان: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د تېر یوه کال لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبرې غونډې له لارې له ملت سره شریکې کړې، ‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث زر محمد حقاني په دغه خبري غونده کې چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه وویل، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د افغانستان د اسلامي امارت په تشکیلاتي جوړښت کې د دیني چارو د سکتور مخکښه اداره ده او د اسلامي امارت له فتحې څخه تر اوسه پورې يې د څلورو کاري پروګرامونو تر چتر لاندې (ارشادي، حج، اوقاف او اداري) بڼه خپل فعاليتونه ترسره کړي. نوموړي وویل، چې د فتواوو صادرول، د کتابونو لیکل، او د جمعې د خطبو جوړول او توزیع کول، د علمي مقالو لیکل، د غونډو، جلسو او ورکشاپونو تنظیمول، له جوماتونو او حسینو څخه مدیریت او څارنه، د وزارت په سطحه د چاپي، نشراتي مواد چاپ او ویشل، د مختلفو علمي اثارو، تالیف، ترجمه او بیا کتنه، د روژې په مبارکه میاشت کې د ارشاد، حج اوقافو وزارت ځینو مهمو برنامو جوړول، د مدارسو او دارالحفاظونو انسجام هغه موارد دي، چې په ارشادي برخه کې ترسره شوي. ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې د حج پروسې مديريت او تنظيم د دغه وزارت يو له مهمو او اړینو وظایفو څخه ده، چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج په پروسه کې د حج او دیني چارو د لا پیاوړتیا په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب په سعودي عربستان کې ددې هېواد په جدې ښار کې د حج په ستر کنفرانس او نندارتون ګډون، د حج او عمرې وزارت لخوا د (ختامه مساك) ترعنوان لاندې په جوړه شوې غونډه کې ګډون، د ترکیې هېواد د دیني چارو له مشر دکتور علی ارباش سره کتنه او د رابطة العالم الإسلامي نړیوال سازمان له مشر دکتور محمد بن عبدالکریم العيسى سره لیدل وه. محترم حقاني وویل، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د شعبان له لومړۍ نیټې څخه د رمضان د میاشتې تر ۲۵ مې نیټې پورې د هېواد په (۲۱۲) لویو نظامي مرکزونو کې د علماوو او شیوخو لخوا د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې دورې ترسره کول او وایي د لومړي ځل لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد د ټولو جوماتونو د امامانو او خطیبانو لپاره یوه واحده خطبه ترتیب کړه، چې په کې د خطبې ارکان، سنت او آداب په پام کې نیول شوي دي او د افغانستان د اسلامي امارت د عالي مقام له خوا تصویب او وروسته په (۶۵) زره ټوکه کې چاپ او په مرکز او ولایتونو کې په امامانو او خطباؤ وویشل شوه. محترم حقاني دا هم وویل، چې دغه وزارت د ۱۴۰۱ ه ق کال کې د مرکز او ولایتونو څخه د یو سل او نهه دېرش میلیونه شپږویشت زره او شپاړس افغانیو (۱۳۹۰۲۶۰۱۶) اوقافي عوايد راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله (۵۴) سلنه زیاتوالی ښيي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په لوګر ولایت کې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د منسوب مُتَبَرَّک د ساتنې لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ربیع‌الأول ۱۴۴۷هـ ق،مطابق: ۲۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د هدایت پر اساس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

BACK TO NEWS