د1440هجری قمری کال د روژې د مبارکې مياشتې د رارسیدو په مناسبت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پېغام

bakhshi_admin

دارشاد، حج او اوقافو وزارت دهېواد د ټولو مساجدو او حسينيو د علماوو، خطيبانو او امامانو په استازيتوب د روژې د مبارکې مياشتې رارسیدو په مناسبت ټول ملت ته تهنیت او مبارکې وړاندې کوي.

روژه د صبر او تقوا، رحمت او مغفرت، تعاون او سخاء مياشت ده.بناء له خپلو ټولو مسلمانو او متدينو هېوادوالو څخه هیله کوو، چې د روژې د مبارکې مياشتې ورځی په عبادت، دعاء، دقرآنکريم په تلاوت، دصدقو په ورکولو، د اخوت (ورورولی) په ټينګولو او دځان او ټولنې په اصلاح کې تېر کړی او له ګناهونو، شخړو او اختلافاتو څخه ډډه وکړی او ترحم، تعاون، شفقت، صبر او عفوه خپله کړنلاره وګرځوی.

همدارنګه دارشاد،حج اواوقافو ورازت د روژې د مبارکي میاشتې دعظمت او فضیلت په خاطر، راتلونکې ټکې اعلانوي:

• له ټولو نظامی او.سياسي مخالفينوڅخه غوښتنه کيږي، چې د روژې د مبارکې مياشتې په احترام له جګړې، وينې تویيدو او لفظی او قلمی کشمکشونو څخه ډډه وکړی او اوربند اعلان کړي.

• دهېواد له ټولو رسنيوڅخه په کلکه غوښتنه کيږي، چې د روژې د مبارکې مياشتې په احترام خپلې ټولې غږيزې او انځوريزې خپرونې د اسلامې او اخلاقي ارزښتونو مطابق چمتوکړی او د خلکو، په ځانګړې توګه دځوان نسل د فکری رشد (ودې) په برخه کې له اسلامي خپرونو څخه استفاده وکړی.

• په مرکز او ولایاتوکې دهوټلونو او رستورانتونو له ټولوماليکينوڅخه تقاضاء کېږي، ترڅود روژې دمبارکې مياشتې په ورځوکې دغذا دپخولو او ويشنې څخه جدا ډډه وکړي.

• دهېواد له ملي تاجرانو او شتمنوڅخه احترامانه غوښتنه کيږي، ترڅو په دي مبارکه مياشت کې د فقیرانو او بې وزلوکسانو په مرسته کې بيړه وکړي.

• له ټولودکاندارانو او کسبه کارانو څخه تقاضاء کېږي، چې د روژې د مبارکې مياشتې په احترام له احتکار او ګران فروشی څخه جدا ډده وکړي اوپه لږمفاد قناعت وکړي.

په آخر کې له الله تعالی (ج) څخه دنړۍ ټولو مسلمانانو ته او په ځانګړې توګه دخپل ګران هیواد متدینوخلکو ته  دسولې، سعادت او ترقۍ استدعاء کوو.

 په درناوې

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

د قرآن کریم د حفظ او تجوید ملي سیالیو دیارلسم پړاو او د قرآن کریم حُسن قراءت سیالیو لومړی پړاو د هېواد د (۳۴) ولایتونو په ګډون، د قرآن کریم نړیوالو سیالیو ته د ممتازو قاریانو د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۵۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د کابل عیدګاه جامع مسجد کې په جماعت سره د پنځه وخته لمونځونو د اداء کولو د پیل په تړاو

قال الله تعالی: ]إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ . . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۳۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د تېر کال حاجیانو ته د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ د بشپړېدو په درشل کې ده

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حاجیانو د حقوقو د خوندیتوب او هغوی ته . . .

Back to announcements