د منځنۍ آسیا هېوادونو سره د احتمالي خطرونو لپاره د حل لار لټولو تر نامه لاندې نړیوال آنلاین ویډیو کنفرانس

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۱:۱۳
ویدیو کنفرانس

په قزاقستان هېواد کې د سولې مرکز له لوري د نورسلطان نظر بایوف په مشرۍ "د مرکزي آسیا هېوادونو ته د افراط او تفریط په اړه د احتمالي خطرونو حل لار" تر عنوان لاندې آنلاین ویډیو کنفرانس جوړ شو.
په دغه غونډه کې د قرغزستان د مذهبي چارو کمېټې مرستیال، د قزاقستان مسلمانانو د روحاني کمیټې مرستیال، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال ښاغلي محمد عثمان طارق، د مسکو د بهرنیو اړیکو څانګې مسؤل، د مصر د اسلامي کلتور پوهنتون رییس، د قزاقستان د خاخام رییس، د اسلام آباد نړیوال پوهنتون د اسلامي مطالعاتو انستیتوت رییس ، د ISESCO تمدن مرکز مدیر، د ایسکو اسلامي مطالعاتو او تمدن ګروپ مشر، د ازبکستان نړیوال اسلامي اکاډمۍ، د ستراتیژیکو مطالعاتو لپاره د قرغزستان ملي انسټیټیوټ او همدارنګه د قزاقستان مسلکي او علمي ټولنې استازو برخه اخیستې وه.
د یاد نړیوال کنفرانس موخه د مرکزي آسیا هېوادونو اوسنی وضعیت درک کول، په سیمه کې د تضاد او بحراني شرایطو کچې ارزول او همدارنګه د مذهبي مشرانو، عالمانو او څیړونکو له نظره د شرایطو ارزول و.
کنفرانس د سولې مرکز رییس نورسلطان نظربایوف په وینا سره پیل شو. ورپسې د قزاقستان مسلمانانو روحاني بورډ مرستیال د یادې موضوع په اړه خبرې وکړې.
ور پسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پالیسۍ او پلان معین محمد عثمان طارق وینا وکړه. نوموړي په افغانستان کې د 40 کلن جنګ په لاملونو او حل لارو خبرې وکړې. هغه وویل: د څلوېښت کلن جنګ عمده لامل او فکتور غلو او افراط دی، چې د حل په موخه یې لاندې وړاندیزونه درلودل.
لومړی: د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې لپاره د مرکزي آسیا هېوادونو د عالمانو قوي او هر اړخیز ملاتړ
دوېیم: په سیمه کې د افراطیت د خپرېدو مخنیوی درېیم: د ترهګرو ډلو لپاره د مالي ملاتړ بندول.
د مصر، روسیې، پاکستان او قزاقستان مذهبي شخصیتونو هم په مرکزي آسیا کې د مذهبي وضعیت په اړه څرګندونې وکړې
د کنفرانس لنډیز "مرکزي آسیا د سیمې یو له مخکښو قدرتونو څخه دی. زموږ هېوادونه د دوستانه اړیکو او ستراتیژیکې ملګرتیا سره متحد شوي دي، موږ د ګډ تاریخ، مذهب او بډایه کلتوري میراث له مخې متحد یو. زموږ د ټولو یووالي او قوت دوه اړخیز درناوی، تنوع او همکاري په بېلابېلو برخو کې شتون لري. زموږ زړونه ، افکار او نظریات د خبرو اترو لپاره خلاص دي"
په کنفرانس کې د ټولو کډونوالو خبرې اترې د همکارۍ لېوالتیا او د نظر تبادله به بې له شکه د بېړنیو مسألو هوارولو لپاره د ګډې کړنلارې په رامینځته کولو کې مرسته وکړي ترڅو د مرکزي آسیا هېوادونو لپاره دوامداره امنیت او پرمختګ برابر شي.


 

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۸:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په کچه له غیر رسمي علماء کرامو سره د انسجام او همغږۍ د غونډو په دوام د سرپل ولایت له علماوو سره غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د جوزجان ولایت له غیر رسمي علماء کرامو سره غونډه ترسره شوه

سه شنبه، ۱/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۱/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

‏د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ‏د هدایت پر اساس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر «په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه الله تعالی علمي میراث او مقام» بین المللي علمي – څېړنیز کنفرانس کې وینا وکړه

یکشنبه، ۲۱/ ربیع الثاني/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

کابل – انټر کانټینینټال

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب «په معاصرو اسلامي. . .

BACK TO NEWS