د علامه، محدث او امام ابن حبان بستي د علمي میراثونو تر سرلیک لاندي ملي سمپوزیم ترسره کولو په مناسبت د مقالو لیکلو غوښتنه
محترمو وروڼو او خویندو ته خبرتیا:
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د هیواد علمي ځلانده ستوری علامه، محدث او امام ابن حبان بستي د درناوي او ویاړ په اړه یو ملي سمپوزیم د اعتماد او ملي هویت پیاوړتیا په موخه جوړ کړي.
په دې توګه ټولو لیکوالانو، پوهانو او د هیواد علمي او کلتوري شخصیتونو څخه هیله کیږي چې د دوی د غوښتنو او تخصص سره سم د لاندي سرلیکونو څخه په غوره کولو، د (۱۴۰۰) هجري لمریز کال د چنګاښ د میاشتې تر (۲۰) شلمي نیټې پوري د هیواد په یوه ملي ژبه (پښتو او دري) خپلې مقالې چمتو او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د څیړنې او اسلامي علومو مطالعاتو ریاست ته راولیږدوي.
هیله لرو چې خپلې مقالې د لاندینیو سر لیکونو سم ولیکئ:
۱ - د هیواد دغه لوړ مقام محدث او علمي شخصیت په اړه علمي او څیړنیز خبرواترو (بحث) زمینه برابرول.
۲ ـ د اسلامي فرامینو، تعالیمو او د پېغمبر (صلی الله علیه وسلم) د لارښودنو عملي کولو په اړه د افغاني ټولنې هڅونه.
۳ ـ د علامه، افغاني محدث، امام ابن حبان بستي (رحمه الله) علمي شخصیت درناوی او د علوم حدیث او اسلامي تمدن په پر مختګ کې د هغه رول.
۴ ـ د نبوي احادیثو په تدوین کې د عالیقدر محدث علامه ابن حبان بستي دوامداره خدمتونو او کارنامو څخه د ټولنې خبرتیا.
۵ ـ په ملي او نړیواله کچه د افغانستان ویاړ علامه امام ابن حبان بستي پیژندنه.
۶ ـ د علم او اسلامي کلتور ترلاسه کولو په لاره کې زغم او استقامت درلودل.
۷ ـ د اسلام مکرم نبي سیدنا و نبینا محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) د دین تبلیغ او د امانت اداکولو په لاره کې د ده (صلی الله علیه وسلم) سوله ایزه لاره تعقیبول.
د مقالو لپاره معیارونه:
۱ ـ مقاله باید له (۳۰۰۰) کلمو څخه کمه او له (۵۰۰۰) کلمو څخه زیاته نوي.
۲ ـ د لیکوالۍ اصول او ضوابط دې په پام کې ونیولی شي.
۳ ـ د مقالو عبارات باید سلیس، ساده او روان وي.
۴ ـ منابع او سرچینې باید په معیاري ډول ولیکل شي.
۵ ـ د مقالو سافت، هارډ کاپی او د لیکوال دقیق شهرت د (۱۴۰۰) هجري لمریز کال د چنګاښ د میاشتې (۲۰) شلمې نیټې پوري د تدقیق او اسلامي علومو مطالعاتو ریاست په پته د راولیږدولی شي.
پته: د فیض محمد خان څلور لارې، شهر نو کابل افغانستان.
بریښنالیک: IslamicResearch@mohia.gov.af
په درناوي
دکتور امین الدین « مظفري»
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین