د تسلیت پیغام

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳۰ - ۱۴:۳
د تسلیت پیغام

د اسلامي نړۍ د ستر علمي شخصیت مفسر، محدث علامه الشيخ محمد علي بن جميل الصابوني الحلبي د وفات په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تسلیت پیغام :

قال الله تعالى: "كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ"

صدق الله العظيم .

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د اسلامي نړۍ ستر علمي شخصیت، جید عالم، مفسر، محدث او د مکې مکرمې د پوهنتون مخکښ استاد علامه الشيخ محمد علي بنُ جميلٍ الصابونيُّ الحلبي د ٩٠ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

اِنَّالِلَه وَاِنَّااِلَيْهِ رَاجِعُوْنَ

نوموړي د اسلام مبارک دین ستر داعي، د قرآن کریم مفسر، محدث او د مکې مکرمې پوهنتون مخکښ استاد و، چې شاوخوا 50 کتابونه یې تألیف او لیکلي دي او تر ټولو مهم او مشهور کتاب یې (صفوة التفاسير) دی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نوموړي مړینه د اسلامي نړۍ لپاره ستره ضایعه بولي او خپل د تسلیت مراتب دمرحوم کورنې د سوريې ولس، عربي او اسلامي نړۍ امت ته وړاندې کوي

أسأل الله أن يغفر له ويرحمه، ويجزيه عن الإسلام ودعوته وأمته خير ما يجزي الدعاة الصادقين، والعلماء العاملين.

                                                                                                                                                   محمد قاسم حلیمي

                                                                                                                                           د ارشاد، حج او اوقافو وزیر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

BACK TO NEWS