د اسلامي نظام د پياوړتيا لپاره صادقانه خدمت کول عبادت دی

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۹:۲۳
جلسه

چهارشنبه، ۱۴۴۳ قمري کال د شعبان‌المعظم میاشتې ۲۷ مه

پورته څرګندونې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب د اداري پلاوي په هغې غونډه کې وکړې، چې نن له غرمې مخکې د دغه وزارت په مقام کې جوړه شوې وه.

غونډه د قران عظیم الشان په څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب وینا ترڅنګ د ټولو رئیسانو او د هغوی د اړوندو کارکوونکو د ترسره شویو کارونو د ستاینې په ترڅ کې زیاته کړه، د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه باید خپلو دندو ته په اخلاص سره دوام ورکړو، تر څو مطلوبې پایلې ترلاسه کړو.

نوموړي زیاته کړه، هغه مسؤلیتونه او دندې چې موږ یې ترسره کوو عبادت ګڼل کیږي. ځکه چې موجوده شرعى نظام د سترو قربانيو ورکولو له امله د خداى ج په خاص رحم او پيرزوينه منځ ته راغلى او د الهي احکامو په رڼا کې واک ته رسېدلی، زموږ خدمت یوازې دیني اړخ نه بلکې ملي او وطني اړخ لري.

په یاده غونډه کې په لاندې موضوعاتو خبري شوي:

د عمرې د کړنلارې بیاکتنه او تعدیل او اړونده شرطونه، د حاجیانو د چارو د مدیریت او معلوماتي سیسټم (ډیټابیس) پراختیا، د اسلامي علومو د څېړنو او مطالعاتو د څانګې د مسلکي کارکوونکو لپاره د علمي کارکوونکو د معاشونو اجرا کول، د جوماتونو او حسینیانو د زیاتې اوبه او برېښنا سپما ستونزې، د امامانو د روزنې د انسټیټیوټ د جوړولو زیاتوالی، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پلان چمتو کول، د اوقافو عوایدو راټولولو کې د ستونزو د حل لپاره د حل لارې ترلاسه کول، د ۱۴۰۰ لمریز کال قراردادونو څخه د (۳۵۵) پاتې قراردادونو د تطبیق په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

BACK TO NEWS