د ارشاد حج او اوقافو وزارت سره د ترکیی هیواد مرسته

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۲۱:۲۳
مساعدت ترکیه

 سه شنبه، ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ۱۴۰۰ هجری قمری کال د کب د میاشتې له دریمې نیټې سره برابره ده. نن د مرکز زون د مجمتع حجاج کې په کابل کې د ترکیې د سفارت د دیني چارو مرستیال ښاغلي میکائیل آق‌بوغا لخوا د اسلامي چارو د اداری هغه مرسته چې په مختلفو اندازه فرش شامل وو، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولینو ته وسپارل شول. په همدې تړاو د مرکزي زون د مجمتع حجاج کې غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د وزارت رهبري پلاوي او په کابل کې د ترکیې د سفارت د کارکوونکو ګډون درلود. په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري رئیس مولوي عبدالولي حقاني مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ترکیې هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه. ښاغلی حقاني یاده مرسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذهبي ورورولۍ نښه وبلله. روپسې په کابل کې د ترکيې د سفارت د ديني چارو مرستيال ښاغلي میکائیل آق‌بوغا د ديني ورورولۍ او د همکارۍ پر تړاو خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې د ترکيې خلک او ديني بنسټونه د دې په پوهېدلو سره د افغانستان د خلکو لپاره چې دا مهال همکارۍ ته اړتيا لري، مرستې راټولوي او افغانستان ته يې استوي. ترکیه د یو اسلامي هیواد په توګه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۲:۴
Background image

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو، استاذانو او څېړونکو د استفادې لپاره وړاندې شو

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۲۱:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د معلمینو او بعثې اعضاوو ګډ پنځه ورځني ښوونیز او روزنیز سمینارونه د هېواد په څلورو پروازي زونونو کې پای ته ورسېدل

یکشنبه، ۱۸/شوال المکرم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۶/ حمل/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حاجیانو د معلمینو او د بعثې اعضاوو ګډ پنځه ورځني ښوونیز او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

BACK TO NEWS