د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د تېر کال حاجیانو ته د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ د بشپړېدو په درشل کې ده
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حاجیانو د حقوقو د خوندیتوب او هغوی ته یې د سپارلو په موخه، شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ۱۴۴۶هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ پیل کړه.
یاده لړۍ، چې د وزارت د وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب لخوا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د صفر المظفر میاشتې په لسمه نېټه، په رسمي توګه اعلان او پیل شوه، له مخې یې هر حاجي ته درې زره، نهه سوه او شپږ دیرش (۳۹۳۶) اضافه شوې افغانۍ بېرته ورکول کیږي.
د دې لړۍ له پیل څخه تر تیرې پنجشنبې ورځې ، ۸/جمادی الأولیٰ/۱۴۴۷هـ ق مطابق ۸ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش نیټې پورې، د تېر کال شاوخوا نهه اویا (۷۹٪) سلنه حاجیانو ته خپلې اضافه شوې پیسې بېرته ورکړل شوې دي، یعنې ؛ د هېواد په مرکز او ټولو ولایاتو کې د تېر کال د حاجیانو له جملې څخه، دووه ویشت زره، آته سوه او درې آتیا (۲۲۸۸۳) تنو حاجیانو ته، د حج له مجموعه اضافه شوو پيسو څخه ټولټال نوي میلیونه، څلور شپیته زره، څلور سوه او آته آتیا (۹۰۰۶۷۴۸۸) افغانۍ بېرته ورکړل شوې دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت باور لري چې د حاجیانو خدمت یوازې اداري دنده نه؛ بلکې یو شرعي مسؤولیت او دیني وجیبه هم ده، له همدې امله وزارت دا لړۍ د حُجاج کرامو د ټولو حقوقو د خوندیتوب او د هغوی د امانت اداء کولو په موخه، تر بشپړېدو پورې پر مخ وړي او یو ځل بیا پر هغو محترمو حاجیانو غږ کوي، چې تر اوسه یې د خپلو اضافي پيسو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه نه ده کړې، څو په مرکز کې د حاجیانو مجتمع او په ولایاتو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته مراجعه وکړي او خپلې پاتې پيسې ترلاسه کړي.
