د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه حج

د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د حج مراسمو د نه ترسره کېدو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه! شنبه ۲۲غبرګولی ۱۴۰۰ درنو هېوادوالو! لکه څرنګه چې په جریان کې یاست، چې د کرونا ویروس درېیمه څپه په ټوله نړۍ کې په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، د سعودي عربستان شاهي دولت نن اعلان وکړ، چې سږ کال به یو ځل بیا د فرضي حج مراسم د کرونا وژونکي ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه یواځې په سعودي عربستان کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مېشت (60000) شپېته زره تنه مسلمانان د لازمو وقایوي تدابیرو په پام کې نیولو سره د حج مراسم ادأ کړي. د شرعي نصوصو په رڼا کې، چې نفس ساتل د اسلامي شریعت یو له مهمو مقاصدو څخه ګڼل کېږي او د حفاظت لپاره د وقایوي تدابیرو نیول اړین دي او په دې برخه کې هر ډول تسهیل کولی شي، چې د نفس د هلاکت سبب شي، چې شرعاً دا کار ناجایز دی. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هم روانو حالاتو ته په کتو، چې کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې ده او له دې ویروس څخه مو هېوادوالو ته زیات تلفات اوښتي دي، نو په داسې حالاتو کې چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خلکو د حج مراسمو ته راتګ او په دې وخت کې د حج مراسمو ترسره کول بې له شکه چې ددې ویروس په وجه د تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راوستی شي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري د سعودي عربستان شاهي هېواد له دغې پريکړې چې د روغتیايي اوقایوي تدابیرو په نظر کې نیولو سره چې د درنو حاجیانو د حفاظت او روغتیا لپاره يي اوسنیو حالاتو ته په کتو تر سره کوي معقوله او منقطقي پرېکړه بولي او درناوی یې کوي. د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۲هجري قمري کال چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال سره سمون خوري د حاجیانو د لېږد لپاره خپل بشپړ چمتوالی درلود، چې له بده مرغه د کرونا ویروس د خپرېدو په وجه سږ کال یو ځل بیا د بهرنیو هېوادونو لپاره د حج مراسم وځنډېدل. د روان کال درنو او متدینو د حج متقاضیانو ته خبر ورکول کېږي، چې ستاسې نوبت راتلونکي کال لپاره محفوظ پاتې کېږي او سږ کال دې اړونده ادارو ته له راتلو ډډه وکړي او د خپلو بې وزله هېوادوالو د لاسنیوي او مرستې سره د حج په میاشتو کې دې د حج په ثواب کې عملاً ځان شریک او د هغې میاشتې ثواب دې ځان ته حاصل کړي. 

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلو میاشتې په ۲۰مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

کابل – افغانستان:

ټاکل شوې ده، نن شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سلواغې ١١مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۴۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغه قاریان او فاتحین چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشأن د ختم اداء کولو لیولتیا لري، خبر ورکول . . .

Back to announcements