د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

 د مرکز او ولایتونو لاندې محترمو حاجي صاحبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د سفر د اسنادو د طی مراحل کولو او له کابل څخه مدینې منورې ته په لومړۍ او دویمې الوتنې کې د دوی د تنظیمولو په موخه، د شنبې په ورځ (۳۰/ ثور/ ۱۴۰۲هـ ش - ۳۰/ شوال/۱۴۴۴ هـ ق) د سهار ۰۰: ۸ بجو ته، د زړو مکروریانو د ملي بس څلور لارې، مرنجان تپې ته څېرمه، د مرکز زون د حاجیانو مجتمع ته د دویم قسط د تحویلۍ له اصلي آوېز او د حج اړوندو وسایلو او توکو سره حاضر شي: ۱- د حج په مرکزي ریاست کې د کابل ښار د نواحیو تنظیم شوي محترم حاجیان، چې شمېر یې له (۱) څخه تر (۲۱۵) پورې دی. ۲- د کابل ولایت (ولسوالیو) اته پنځوس (۵۸) تنه محترم حاجیان، چې له وړاندې یې جدول او پاسپورټونه د ویزې لپاره استول شوي دي. ۳- د پنجشیر ولایت (۶۳) تنه محترم حاجیان، چې له وړاندې یې جدول او پاسپورټونه د ویزې لپاره استول شوي دي. ۴- د لغمان ولایت(۳۰۱) تنه محترم حاجیان، چې له وړاندې یې جدول او پاسپورټونه د ویزې لپاره استول شوي دي. ۵- د لوګر ولایت (۱۱۴) تنه محترم حاجیان، چې له وړاندې یې جدول او پاسپورټونه د ویزې لپاره استول شوي دي. د ټولو محترمو حاجیانو څخه هیله کېږي، ترڅو نوبت په جدي توګه مراعات کړي او په کارونو کې د خنډ او ځنډ لامل نشي، کنه نو وروستی مسئوولیت به د دوی پر غاړه وي. د یادونې وړ ده چې د حجاجو مجتمع ته د معیتي اشخاصو دننه کېدل جداً منع دي. د پورتني ذکر شویو شمېرو د حاجیانو کولایشي د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له ویبپاڼو او ټولنیزو پاڼو څخه نور معلومات ترلاسه کړي . 1-        د وزارت ویب سایټ: https://www.mohia.gov.af 2-        د فیسبوک صفحه: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست 3-        د ټویټر صفحه:  https://twitter.com/nasharathajj?t=ZHsfCc-nartutcg7e2gNLCA&s=08 4-        د وزارت انسټګرام: https://instagram.com/nasharat_hajj 5-        ټیلي گرام: https://t.me/MinstryAfghanistanhajj 6-         یوټیوب چینل: https://youtube.com/channel/UCgC_GwutZKMR32byjmjmXgA

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، نن سه شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د زمري ۱۴مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د رسنیو درنو او قدرمنو استازو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج بهیر د بریالیتوب سره پای ته رسېدو او هېواد ته د افغان حاجیانو د وروستي پرواز د راتګ هرکلي په مناسبت یوه ځانګړې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې د قرآن کریم شپږ‌ شپېتمه نړیواله سیالۍ د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې ترسره شي او په دې سیالۍ کې د ګډون لپاره دوه تنه کاندیدان په لاندې برخو کې غوښتل شوي دي:

  1. د قرآن . . .

Back to announcements