د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۴۴هـ ق کال د حاجیانو د معلمینو لپاره د ثبت نام، ارزونې او امتحان بهیر په مرکز کابل او د هېواد  په ټولو ولایاتو کې پیل کړي.

په همدې موخه ټولو محترمو علماء کرامو ته چې په لاندې ذکر شوو شرایطو برابر وي:

۱. له دیني علومو (لویې دورې) څخه د فراغت معتبر سند ولري.  

۲. سیرت او صورت یې په شریعت برابر وي.

۳. د حجاجو د خدمت کولو توانايي ولري.

خبر ورکول کیږي، چې د حاجیانو د معلمۍ لپاره د نوم لیکنې او په ازموینه کې د ګډون په خاطر د راتلونکې شنبې له ورځې (۲۵ شعبان المعظم ۱۴۴۴ هـ ق چې د ۲۷  حوت ۱۴۰۱ هـ ش) نیټې سره سمون خوري، تر (۵ رمضان المبارک ۱۴۴۴هـ ق مطابق ۷ حمل  ۱۴۰۲ هـ ش) نیټې پورې، له دوه قطعو فعلي عکسونو، د تحصیلي اسنادو اصل او کاپي او د تابعیت له تذکرې سره یوځای، په مرکز کې د حجاجو مجتمع او په ولایاتو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته د نوم لیکنې لپاره مراجعه وکړي.

یادونې: 

۱. د رمضان المبارک میاشتې په ۷ نېټه ۱۴۴۴ هـ ق چې له ۹ حمل ۱۴۰۲ هـ ش سره سمون خوري، د ارزونې او ازموینې پړاو پیل کیږي، چې هر ولایت ته به په نوبت سره خبر ورکول کیږي.

۲. د ولایتونو ارزونه او آزموینه به د مربوطه ولایت د ارشاد، حج او اوقافو په ریاست، د کابل ولایت د اړوندو ولسوالیو ارزونه او ازموینه به د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو په ریاست او د نواحیو ارزونه او  آزموینه به د حاجیانو په مجتمع کې اخیستل کیږي.

خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې د قرآن کریم شپږ‌ شپېتمه نړیواله سیالۍ د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې ترسره شي او په دې سیالۍ کې د ګډون لپاره دوه تنه کاندیدان په لاندې برخو کې غوښتل شوي دي:

  1. د قرآن . . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

ټاکل شوې ده، نن پنجشنبه، د ۱۴۰۳ هـ ش کال د کب ۱۶مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، د رسنیو درنو استازو ته په درنښت بلنه ورکول . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۰:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغو قاریانو او فاتحینو ته خبر ورکول کیږي، چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۶هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشان د ختم اداء کولو . . .

Back to announcements