د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په داسې حال کې چې دکابل ښاروال یې ملتیا کوله له بنې حصار څخه تر بگرامیو ولسوالۍ پوري دجوړیدونکې سرک د کار له بهیر څخه لیدنه وکړه .

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۹:۵۸
سرک مسجد

یکشنبه ۱۰ ربیع الثاني ۱۴۴۶ هـ ق (۲۲ میزان ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب او د کابل ښاروال محترم مولوي عبدالرشید د هغه نښلوونکي سرک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه، چې د اتمې ناحیې اړوند بیني حصار سیمې څخه پیل، ګلبټې، قلعه بلوچ، قلعه حسن خان، شیخانو او دولت زیو له سیموڅخه تیریږي او تر بگرامیو ولسوالۍ پورې رسېږي.

یاد سرک چې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په هلو ځلو، د ریاست الوزرا په ځانګړې پاملرنې او د کابل ښاروالۍ له لوري یې رغنیزې چارې څه وخت وړاندی پیل شوې وې، د جوړولو چارې یې په ښه کیفیت او چټکتیا سره روانې دي، دغه سرک چې (٧۵۰۰) متره اوږدوالۍ او(۸) متره سور لري، د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې په اساسي او کانګریټې ډول جوړیږي چې د لښتیو، پیاده روونو، پلچګونو او د یوه معیاري سرک د نورو برخو په ګډون ټولې اسانتیاوي په نظر کې نیول شوي دې او تمه ده چې د ژمي تر را رسېدو مخکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دې کتنې پر مهال د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل: "د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره هڅه شوې چې په هېواد کې د متوازن پرمختګ لپاره زمینه برابره شي، او هغو پروژو ته ځانګړې پاملرنه شوې چې د هېواد اقتصادي وده پیاوړي کوي.

 نوموړي زیاته کړه: "اسلامي امارت د هېواد بیا رغونې او آبادۍ ته ژمن دی او په ورته وخت کې یې د ملت د عقایدو، اخلاقو او عنعناتو ساتلو کې هم خپل مسؤلیت په ښه توګه سرته رسولی دی."

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د کابل ښاروالۍ کړنې وستایلې او هیله یې څرګنده کړه چې ورته نورې رغنیزې پروژې به هم په بریالیتوب سره پلي شي.

په ورته مهال د کابل ښاروال محترم مولوي عبدالرشید  هم خبرې وکړې هغه وویل: کابل ښار کې بېلابېلې رغنېزې پروژې روانې دي، چې له هغو مهمو پروژو څخه یې یوه د دغه سرک د جوړولو پروژه ده، نوموړي وویل، چې د یاد سرک په جوړېدو سره به له یوې خوا په اړونده سیمو کې ترافیکي ستونزې حل شي او له بلی خوا به د سیمې په معیاري وده کې ډېر اغیزمن واقع شي .

نوموړي  د دغه سرک د جوړېدو په چارو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر هڅې وستایلې او  له هغه څخه یې مننه وکړه.

همدا راز د یاد سرک تر لیدنې وروسته دواړو مشرانو د دولت زیو په کلي کې دارشاد، حج او اوقافو وزارت تر څارنې لاندې جوړیدونکې جومات (مسجد النور) د ودانیزو چارو څخه هم لیدنه وکړه نوموړو مشرانو ددغه جومات د کارونو له چټکتیا او کیفیت څخه خوښي څرگنده کړه.

د یادونې وړ ده چې په نیږدې راتلونکي کې به د یاد جومات دجوړیدو چاري بشپړی او د لمونځ کوونکو پرمخ پرانیستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په موخه له مکې مکرمې څخه مقدّسو مشاعرو ته

د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو دوشنبه، ۸/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۵/جوزا/۱۴۰۵هـ ش د ذوالحجة الحرام میاشتې د اتمې نېټې (ترویې د مبارکې ورځې) په رارسېدو سره، د ارشاد، حج او اوقافو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۳۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوی مرستیال معرفي شو

شنبه، ۶/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/ جوزا/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوی مرستیال، محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ‏د یوې ځانګړې غونډې په. . .

BACK TO NEWS