د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له لوري د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په انگړ کې د یو محراب جومات پرانیسته وشوه.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۳:۱۰
مسجد وزارت ترانسپورت

چهارشنبه ۱۷ صفرالمظفر ۱۴۴۶ هـ ق (۳۱ اسد ۱۴۰۳ هـ ش)

د عالیقدر امیر‌المؤمنین (حفظه الله) د حکم سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوری د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په انگړ کې د اوقافي بودیجې څخه یو محراب جومات په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی او نن د یوې غونډې په ترڅ کې دلمونځ کونکو پرمخ پرانیستل شو.

د یاد جومات د پرانیستغونډې په مراسمو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر الحاج ملا حمیدالله آخندزاده، د وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث زرمحمد حقاني او د دواړو وزارتونو یو شمېر رئیسانو ګډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړي د جوماتونو او حسینیو عمومي رئیس مولوي محمدنبي محمدي وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې د یاد جومات د ودانیزو چارو په اړه گډونوالو ته معلومات ورکړل.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مفصلې او هر اړخیزې خبرې وکړې نوموړي وویل چې دغه جومات د عالیقدر امیر‌المؤمنین (حفظه الله) د هدایت سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د اوقافي بودیجې څخه جوړ شوی دی.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه: الحمدلله نن مونږ او تاسو د د غه نوي جوړ شوي جومات د پرانیستلو شاهدان یو چې  په دوه پوړونو کې جوړ شوی او په یو وخت کې د زرو (۱۰۰۰) تنو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

دا د هغو پروژو لړۍ ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري جریان لري او په تېرو ورځو کې دهېواد په سطحه کڼ شمیر جوماتونه افتتاح شوي دي، چې په نیږدې راتلونکي کې به د نورو جوماتونو دافتتاح شاهدان ووسو .

نوموړي زیاته کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د خپلو نورو فعالیتونو ترڅنگ د جوماتونو د جوړولو،  ترمیمولو او پاللو دنده هم په غاړه لري.

ورپسې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د داخلي پلټنې رئیس شیخ محمد ایوبي خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې د جوماتونو د جوړولو په ضرورت او اهمیت ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د فعالیتونو د ستاینې ترڅنگ یې د یاد جومات د جوړېدو په تړاو مننه وکړه.

‏د يادونې وړ ده چې دغه جومات په (۴۰۰) متره مربع ځمکه کې ډېزاین شوی او د (۹٫۷۹۸٫۸۷۲) نهه ملیونه، اووه سوه اته نوي زره، اته سوه دوه اویا افغانيو په مالي لګښت په دوه پوړونو کې جوړ شوی چې د ضرورت ټولې اسانتياوې پکې په پام کې نیول شوي دي چې په يوه وخت کې به د زرو (۱۰۰۰) تنو لمونځ کوونکو ګنجایش ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په موخه له مکې مکرمې څخه مقدّسو مشاعرو ته

د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو دوشنبه، ۸/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۵/جوزا/۱۴۰۵هـ ش د ذوالحجة الحرام میاشتې د اتمې نېټې (ترویې د مبارکې ورځې) په رارسېدو سره، د ارشاد، حج او اوقافو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۳۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوی مرستیال معرفي شو

شنبه، ۶/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/ جوزا/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوی مرستیال، محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ‏د یوې ځانګړې غونډې په. . .

BACK TO NEWS