د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له علماء کرامو سره غونډه ترسره کړه.

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۸ - ۹:۵۱
ملاقات با علمای فراه

شنبه: ۲۲ شعبان المعظم/۱۴۴۳هـ ق _ ۶ حمل/۱۴۰۱هـ ش

ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب نن فراه ولایت ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولایت له دیني علماوو، د جوماتونو له امامانو او خطیبانو سره غونډه ترسره کړه.

د غونډې په پیل کې د فراه ولایت د علماء کرامو په استازیتوب شیخ الحدیث عبدالقوي حقاني خبرې وکړي او د خپلو خبرو په ترڅ کې د فراه ولایت علماوو د افغانستان د اوسنې نظام څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او همدارنګه نوموړي حقاني زیاته کړه،چې له ټولو دولتي ادارو په ځانګړې توګه د فراه ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست او د امر به معروف و نهی عن المنکر له ریاست څخه خپل رضایت څرګند کړ.

ښاغلی حقاني وویل، چې فراه ولایت یو لیرې پروت ولایت دی، چې په لاندې وړاندیزونو او نظریاتو کې ستاسو پام ورته رااړوو:

۱- د دې ولایت د جوماتونو د امامانو او خطیبانو رسمي تشکیل زیاتوالی.

۲ - په فراه ولایت کې د نفوسو له مخې د حاجیانو د سهمیي زیاتوالی.

ورپسې بیا د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب د فراه ولایت د غونډو په تالار کې خبرې وکړې. په پیل کې نوموړي د دغه ولایت له علماء کرامو، د جوماتونو له امامانو، خطیبانو او د دیني مدارسو له استادانو سره په لیدنه کې خوښي څرګنده کړه.

نوموړي وویل، علماء کرام چې د انبیاوو وارثان دي او د ټولنې د رهبرۍ او زعامت مسئولیت په غاړه لري، باید د خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کولو لپاره متوجه شي. همدې مسئولیت ته په کتلو اوس علماء کرامو ته په کار ده چې د شهیدانو په وینو ګټلي اسلامي نظام څخه په کلکه ملاتړ وکړﺉ. ښاغلی ثاقب زیاته کړه، چې مونږ د علماوو نیکو مشورو ته اړتیا لرو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۵۷
Background image

دافغان حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ په منظم ډول روانه ده

شنبه۲۴ ذوالحجة الحرام۱۴۴۶ هـ ق مطابق۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه هېواد ته د۱۴۴۶ هـ ق کال دحج مراسمو د ترسره کولو وروسته دافغان حاجیانو دراستنیدو لړۍ له کومې ستونزې اوځنډ. . .

BACK TO NEWS