د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د خبري کنفرانس له لارې د روان کال د افغان حاجیانو سهمیه او لگښتونه اعلان کړل.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۰:۴۰
کنفرانس مطبوعاتی
سه شنبه ۱۶ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۷ حمل ۱۴۰۳ هـ ش) کابل، افغانستان: نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د حاجیانو سهمیه (۳۰۰۰۰) دېرش زره او د حج فریضې د اداء کولو لپاره د هر حاجي ټول لگښت (۳۸۶۵.۹۸) امریکایي ډالر چې معادل یې (۲۷۷۰۰۶،۷۴) افغانۍ کېږي اعلان کړل. په همدې تړاو جوړې شوې غونډه کې ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نور محمد ثاقب، ددې وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني، د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ مولوي عزیز الرحمن منصور، اداري او مالي مرستیال مولوي عارف الله عارف او د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو او د رسنیو استازو گډون کړی وو. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشا، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د حج د پروسې په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د لوی الله جلّ جلاله په توفیق او نصرت او د اړوندو امارتي ارګانونو په همکارۍ توانېدلی دی، چې د سعودي عربستان لخوا د ۱۴۴۵هـ ق مطابق ۱۴۰۳هـ ش کال لپاره د راکړل شوې سهمیې مطابق حرمینو شریفینو ته د حاجیانو د لېږد او رالېږد په موخه په داخل او خارج کې پر وخت لازم او ضروري، گټور او پرله پسې اقدامات او فعالیتونه ترسره کړي، چې ځینې یې نهايي شوي دي او ځینې نور یې د اجراء کېدو په حالت کې دي د ځینو مهمو فعالیتونه یادونه په لاندې ډول وړاندې کوو: 1: د سعودي عربستان څخه د افغانستان لپاره دیرش (۳۰) زره د حج سهمیه اخیستل شوې او د لازیاتې سهمیې غوښتنه هم شوې ده. 2: راکړل شوې سهمیه په شفاف او عادلانه توگه په ټول هېواد کې د حج په متقاضیانو ویشل. 3: په روان ۱۴۴۵ هـ ق کال کې د حج په پروسه کې د نورو نوښتونو ترڅنګ د یو شمېر نوې نوملیکنه په بریالیتوب سره په ټول هېواد کې ترسره کول. 4: د سږکال د حج سهمیه د عامو حاجیانو ترڅنګ ، مجاهدینو ، دولتی (امارتي) اداراتو ، د شهیدانو د ورثوو ، په ایران او پاکستان او نور هیوادونو کې د مهاجرینو لپاره هم سهمیې په جلا جلا توگه مشخص شوي دي. 5: د هر ولایت د حجاج کرامو د لارښوونې او هغوی ته د حج د مناسکو د تعلیم او زده کړې ورکولو په موخه د تېر کال په ازموینه کې چې زرګونو علماء کرامو پکې ګډون کړی وو، په لوړو نمرو د بریالیو علماء کرامو څخه د با صلاحیته کمیټې له لوري د حجاجو د معلمینو په حیث په شرایطو او معیارونو د برابرو علماء کرامو انتخابول. 6: د حاجیانو د ښه خدمت په موخه د انتخاب شوو معلمینو لپاره د هېواد د شیوخو او جیدو علماء کرامو، مسلکي او تجربه لرونکو استادانو له لوري د حج پروسې په ټولو برخو کې هغوی ته د سمینارونو په لاره اچول. 7: سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد او رالېږد په موخه د آریانا افغان امارتې او کام ایر خصوصی هوایي شرکتونو سره قراردادونه ترسره کول. 8: د افغانستان د حاجیانو لپاره د حنفي مذهب مطابق د حج لارښود کتاب چې آسان، مختصر، مدلل، محقق او هر هر اړخیز دی او د حج اړوند مهم اصطلاحات او د مبارکو ځایونو پېژندنه پکې شوې ده په پښتو او دري ژبو بیا چاپول. 9: د حج پروسې د ښه مدیریت او تنظیم او د حجاج کرامو د هوساینې په موخه د هرې کاري برخې لپاره د طرز العملونو جوړول. 10: سعودي عربستان ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د لیږل شوي هیئت له لوري د حاجیانو لپاره د هستوگن ځایونو، اعاشې ، ټرانسپورټ او نورو برخو کې پر وخت د قراردادونو ترسره کول. 11: په مکه مکرمه کې د ټولو حاجیانو لپاره حرم شریف ته نږدې په یوه مهمه او مرکزي ساحه کې تعمیرونه نیول او همدارنګه په مدینه منوره کې په مرکزي او ورسره نږدې سیمو کې د عمارو قراردادونو سربیره د تېر کال په څېر په مدینه منوره کې د حاجیانو د غوښتنې او ضرورت له مخې د درې وخته ډوډۍ انتظام برابرول. د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر وویل: ددې وزارت رهبري تل هڅه او کوښښ کړی چې د حاجیانو اقتصادي وضعیت ته په کتلو سره په کمو او مناسبو لگښتونو د حاجیانو لپاره لازمې اسانتیاوې او سهولتونه رامنځته کړي او د دغه وزارت مسؤولين د حاجيانو خدمت کول خپله ديني دنده او وجیبه بولي او د ترسره کولو لپاره يې عملي گامونه هم پورته کړي دي. او په همدې اساس له ډېر غور او دقت او د حج د لگښتونو په د اضافي مصارفو له سپما وروسته وتوانېدو چې د سږ کال د یو تن حاجي لگښت (3865.98) امریکایي ډالر، چې معادل یې (۲۷۷۰۰۶،۷۴) البته د اهل تشیع حاجیانو لپاره د پنځوس (۵۰) ډالرو په تفاوت سره د هر یوه تن د اهل تشیع حاجي ټول لګښت (3915.98) امریکایي ډالر، چې معادل یې (۲۸۰۵۸۹،۳۶) افغانۍ ټاکل شوې دې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۲۱:۵۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له معین سره وکتل

۹ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۳۰ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

نن پنجشنبه: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني ‏او ددې وزارت یو شمېر مرکزي ریاستونو رئیسانو په شتون کې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۹:۴۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په بهر کې مېشتو افغانانو له یو شمېر علمي او فرهنګي شخصیتونو سره وکتل

چهارشنبه ۸ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۲۹ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

‏د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نور محمد ثاقب په بهر کې مېشتو افغانانو له یو شمېرعلمي او فرهنګي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۱:۴۵
Background image

د روان کال د حاجیانو د معلمینو روزنیز سیمینار دویم پړاو په بریالتوب سره پای ته ورسیده.

پنجشنبه ۲۵ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۱۶ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

د حاجیانو د معلمینو روزنیز سیمینار چې د یوې اونۍ لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې پیل. . .

BACK TO NEWS