د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال د ایران د اوقافو او خیریه چارو د سازمان له رئیس سره وکتل

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۱:۶
دیدار معین اداری

۱۹ ربیع الأول  ۱۴۴۵هـ ق (۱۲ د  میزان ۱۴۰۲هـ ش)

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم مولوي عارف الله عارف د یو هیئت په مشرۍ چې د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه تهران ته سفر کړی وو، له ایراني چارواکو سره د خپلو کتنو په لړ کې یې نن د دغه هېواد د اوقافو او خیریه چارو ادارې له رئیس ښاغلي داکټر سید مهدی خاموش سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې او د تجربو پر شریکولو او د همکاریو پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال وویل: ایران زموږ دوست او ګاوندی هېواد دی؛ چې د دیني امورو سر بیره په ګڼو نورو برخو کې یو له بل سره ګډې او نږدې اړیکې لرو، یادو اړیکو ته باید لا نوره پراختیا او پیاوړتیا ورکړو.

ورپسې د هغه هېواد د اوقافو او خیریه چارو رئیس د ایران هېواد د قرآن کریم په سیالیو کې د ګډون لپاره د ممتازو قاریانو د معرفي کولو له امله د اسلامي امارت څخه مننه وکړه.

نوموړي د يادو سياليو پر دوام ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معين له لوري ورته ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۷:۴۷
Background image

هېواد ته  د حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده

۱۷ محرم الحرام ۱۴۴۶ هـ ق (۲ اسد ۱۴۰۳ هـ ش) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د حج بهیر په بریالیتوب سره پای ته د رسېدلو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندی په مدینه منوره کې د حج بعثې غونډه تر سره شوه

سه شنبه ۲۶ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق ( ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ هـ ش)

سعودي عربستان، مدینه منوره: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه تیره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را ورسیده

شنبه ۱۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲ سرطان ۱۴۰۳ هـ ش)

د حج د مناسکو د اداء کولو وروسته له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه تیره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته په داسې حال. . .

BACK TO NEWS