د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
امتحان قاریان

هغو قاریانو او فاتحینو ته خبر ورکول کیږي، چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۶هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشان د ختم اداء کولو لیولتیا لري، د دوشنبې ورځ چې د ۱۴۰۳هجري لمریز کال د دلوې له ۲۲مې (۱۴۴۶هجري قمري کال د شعبان المعظم میاشتې له ۱۱مې) نېټې سره برابره ده پیل کېږي.

بناًء له ټولو حافظانو څخه غوښتنه کېږي چې د لاندې مهالویش له مخې ازموینې ته حاضر شي:

1.         لومړۍ او دویمه ناحیه: دوشنبه، ۲۲/۱۱/۱۴۰۳ هـ ش

2.         درېیمه او څلورمه ناحیه: سه‌شنبه، ۲۳/۱۱/۱۴۰۳ هـ ش

3.         پنځمه او شپږمه ناحیه: چهارشنبه، ۲۴/۱۱/۱۴۰۳ هـ ش

4.         اوومه ناحیه: پنجشنبه، ۲۵/۱۱/۱۴۰۳ هـ ش

5.         اتمه ناحیه: شنبه، ۲۷/۱۱/۱۴۰۳ هـ ش

6.         نهمه او لسمه ناحیه: یکشنبه، ۲۸/۱۱/۱۴۰۳ هـ ش

7.         یولسمه او دولسمه ناحیه: دوشنبه، ۲۹/۱۱/۱۴۰۳ هـ ش

8.         دیارلسمه، څوارلسمه او پنځلسمه ناحیه: سه‌شنبه، ۳۰/۱۱/۱۴۰۳ هـ ش

9.         شپاړسمه او اوولسمه ناحیه: چهارشنبه، ۰۱/۱۲/۱۴۰۳ هـ ش

10.       اتلسمه، نولسمه او شلمه ناحیه: پنجشنبه، ۰۲/۱۲/۱۴۰۳ هـ ش

11.       یوویشتمه او دوه ویشتمه ناحیه: شنبه، ۰۴/۱۲/۱۴۰۳ هـ ش

ټول حافظان دې د ازموینې او نورو اداري چارو د ترسره کولو لپاره، د تابعیت اصلي تذکره له ځان سره ولري او د سهار ۹ بجې دې د قاریانو چارو ریاست ته، چې د کابل ښار په شهرنو، د ملک فیض محمد خان څلور لارې کې موقعیت لري، حاضر شي ترڅو چې کوم اجراآت په نظر کې نیول شوي دي ترسره شي.

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلو میاشتې په ۲۰مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

کابل – افغانستان:

ټاکل شوې ده، نن شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سلواغې ١١مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۴۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغه قاریان او فاتحین چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشأن د ختم اداء کولو لیولتیا لري، خبر ورکول . . .

Back to announcements