د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او کام ایر هوایي شرکت تر منځ د حاجیانو د لیږد او بېرته راستنیدو هوکړه لاسلیک شوه.

bakhshi_admin
جمعه ۱۴۰۱/۳/۶ - ۱۲:۵۰
عقد قرار داد

تاریخ د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي ۴

۲۴ شوال المکرم/۱۴۴۳ه.ق

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او کام ایر هوایي شرکت تر منځ د روان کال حاجیانو د انتقال او بیرته راتلو هوکړه پرون د یاد وزارت په انګړ کې لاسلیک شوه.

دغه غونډه د حج ملي کمېټې د پرېکړې سره سم د ارشاد،حج او اوقافو وزارت ښاغلې وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب او د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو په شمول د کام ایر هوايي شرکت معاون فرید پیکار او دیاد هوايي شرکت یو شمېر استازو سره په کډون ترسره شوه .

یاده ناسته د پخوانیو ناستو  په دوام د حاجیانو د لیږد را لیږد په برخه کې د چټکتیا او حاجیانو ته د لا د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه  جوړه شوې وه.

په یاده غونډه کې دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل چې یاد هوايي شرکت به د ټاکل شوې سهمیه څخه نیمایي حاجیان د وړاندې شوو شرایطو مطابق او د هوایي چلند د موجوده معیارونو په پام کې نیولو سره سعودي عربستان ته د حج مراسمو ادا کولو لپاره انتقال او له مراسمو وروسته یې بېرته هېواد ته راستانه کړي.

د یادولو وړ ده چې د ۱۴۴۳ه ق(۱۴۰۱ه ش) کال سهمیه د افغانستان حاجیانو لپاره (۱۳۵۸۲) تنه ټاکل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو او. . .

BACK TO NEWS