د ارشاد، حج او‌ اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د میدان وردک، کاپیسا، پکتیکا او غزنی هغو محترمو حاجیانو ته چې د مرکزي زون په شپږم او اووم پرواز کې شامل دي خبر ورکول کېږي، چې د سه شنبه په ورځ ۱۴۴۳/۱۱/۱5ه‍ ق چې د ۱۴۰۱ کال د جوزا میاشتې ۲۴ نېټې سره سمون خوري، د شپې(6بجې سهار) د دویم قسط تحویلۍ اصلي آویز ، د نوبت سند او د حج سفر وسایلو سره د مربوطه پرواز لپاره د چمتو کېدو په موخه د زړو مکروریانو د ملي بس څلور لارې، مرنجان تپې ته څېرمه، د مرکز زون حاجیانو مجتمع ته تشریف راوړي، تر څو د هغوی واکسین او د کرونا (PCR) ټيسټ ترسره شي او په معینو پروازونو کې د حرمین شریفینو پر لور تنظیم شي.

د حاجیانو څخه هیله کېږي، ترڅو نوبت په جدي توګه مراعات کړي او په کارونو کې د خنډ او ځنډ لامل نشي، کنه نو وروستی مسئوولیت به د دوی پر غاړه وي.

د یادولو وړ ده، چې د حاجیانو مجتمع ته د معیتي اشخاصو دننه کېدل جدا منع دي.

خبرتیاوې

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۴۸
Background image

د راتلونکي کال د حج د فریضې لپاره د چمتووالي او ترتیباتو نیولو خبرتیا

محترمو هېوادوالو او د راتلونکي کال د حج فریضې درنو متقاضیانو!

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري د سپارل شوې رسمي وثیقې او ټاکل شوي مهالویش له مخې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱
Background image

لوی اختر د لمانځه د اداء کولو وخت

الله جل جلاله دې مو ټول عبادات او طاعات  په خپل دربار کې قبول او منظور کړه.

د ارشاد، حج او اوقاف محترم وزارت عالی مقام  د ( ۱۴۴۷ هـ.ق کال د لوی اختر د لمانځه د اداء‌ کولو وخت چې له ۱۴۰ . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر اشراف لاندې د قرائت عالي معهد چې په افغانستان کې د (تخصص قرائت سبعه عشره) د ورکړې لومړنی رسمي مرجع بلل کېږي، د ۱۴۰۵ تعلیمي کال لپاره د اوومې دورې په موخه . . .

Back to announcements