د آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو سره په جلا جلا توگه د ۱۴۴۵هـ ق کال د حاجیانو د لېږد او رالېږد تړون لاسلیک شو

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۹:۳۹
قرار داد انتقال حجاج

چهار شنبه ۱۸ شعبان المعظم ۱۴۴۵هـ ق مطابق ۹ حوت کال ۱۴۰۲ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له آریانا او کام ایر هوایي شرکتونه سره د بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د (۳۰) زره حاجیانو د لیږد او رالیږد په موخه د دې وزارت د مقام په دفتر کې غونډه ترسره کړه .

نن د بیلا بیلو غونډو په ترڅ کې چې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې ترسره شوې د دې وزرات د رهبرۍ غړو، د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس مولوي رحمت الله آغا، د کام ایر هوایي شرکت مسؤل حاجي آتیلا کامګار او د یادو شرکتونو موظفینو ګډون کړی وو.

په دغه ناسته کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل: الحمدلله سږکال دریم کال ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نورو همکارو امارتي ادارو ترڅنګ د حج پروسه د الله ﷻ په فضل او نصرت سره په ښه توګه مدیریت کوي

او هوډ لري چې سعودي عربستان ته به دحج فریضئه د اداء کولو لپاره به حاجیان په ښه او خوندي توګه لیږده وی او بیرته به یې راستانه کوي . نوموړي وویل: د حاجیانو د لیږد او رالیږد مسئولیت یادو هوایي شرکتونو ته په مساويانه توګه سپارل شوی چې (۱۵) زره حاجیان د آریانا هوایي شرکت او (۱۵)  زره حاجیان کام ایر هوایي شرکت ته ورکړل شوي دې.

د راشاد، حج او اوقافو وزیر زیاته کړه؛ چې د حج پروسه یو دیني او ملي پروسه ده نو ځکه مو غوره وګڼله چې د حاجیانو د لیږد او رالیږد تړونونه له کورنیو شرکتونه سره وکړو، ترڅو هغوی د حاجیانو لپاره له هر ډول همکارۍ، په هوایي ډګرونو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو او نورو خدمتونه څخه دهېواد په داخل او خارج کې دریغ ونه کړي او حاجیان په خوندي او منظمه توګه ولیږدوي او بېرته یې هېواد ته راستانه کړي.

د آريانا هوايي شرکت رئیس د روان کال د حاجيانو د لېږد؛ د پروسې په تړاو د شته ظرفيت، اسانتياوو او په روان کال کې د لیږد پروسې په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه؛ چې د حاجيانو لېږد  تجارت او سوداګري نه ده، بلکې خپله ديني او ملي وجيبه یې ګڼو او ژمنه یې وکړه، چې د افغان حاجیانو لپاره به د لانورو اسانتياوو او هر ډول همکاریو ته چمتو یوو.

ورپسې د کام ایر هوایي شرکت مسئول حاجي آتیلا کامگار خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې زموږ شرکت  د مجاهد ملت او د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد یوه برخه ده، نو کوشش کوو چې د حاجیانو د لیږد پروسه د افغانستان د څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته او برعکس  بېرته هېواد ته د حاجیانو رالیږد په بریالیتوب ترسره کړو.

د کام ایر هوایي شرکت په دغه برخه کې بشپړ تخنیکي او عملیاتي چمتووالی لري.

په دغه ناسته کې د هېواد دننه او په سعودي عربستان په هوایي ډګرونو او د حاجیانو د لیږدونې د بهیر په مهمو او ضروري مسایلو خبرې وشوې او د حاجيانو د ليږدونې په بهيرکې د احتمالي ننګونو د حل لپاره معقولې او اغيزمنې لارې چارې په پام کې ونیول شوې. همدا شان د سکیجول د ترلاسه کولو او د الوتنو د پیل په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

په پای کې د راشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۵ هـ ق چې  د ۱۴۰۳ هــ ش کال سره سمون خوري د حاجیانو د لیږد او رالیږد تړون له آریانا او کام ایر هوایي شرکتونو سره لاسلیک کړ.

د لاسلیک شویو تړونونو له مخې یاد شرکتونو مکلف دي چې  په خوندي ډول د حاجیانو لیږد او رالیږد په دغه برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

 

یاد شرکتونه مکلف دي چې له وزارت سره دشوي تړون شرایط عملي او د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې له دغه وزارت سره په هماهنګی کې له نږدې همکاري ولري.

او دقرار داد ټول اړخونه په لازمي توګه مکلف دي چې خپلو تعهداتو ته به ژمن وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۸:۲۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزير د تركيې په استانبول ښار كې د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه كې وينا وکړه.

دوشنبه ۵ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۴ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

نن د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب د نړۍ د علماوو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډې له پرانیستې ورسته د دترکیې هېواد له ولسمشر سره وکتل .

یکشنبه ۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۳ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلی شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب  د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه کې د ترکیې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه کې د گډون په موخه ترکیې هېواد ته ولاړ

جمعه ٢ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (٢١ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلی شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب او ورسره مل پلاوی د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

BACK TO NEWS